|
په سوات کې دې د پښتنو وژنه بنده شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کاناډا په ټورنټو کې پښتونخوا امن فورم يو سوله يزلاريون کړى چې په سوات قبايلي سيمو او د پاکستان په نورو ځايونو کې د بې وزله پښتنو وژنه بده کړل شي. لاريون کونکو له ملگرو ملتونو،کاناډا او نورې نړيوالې ټولنې څخه ديوې کاري ستراتيژۍ غوښتنه کړې چې د پاکستان په پښتون اکثريتي سيمو لکه فاټا سوبه سرحد او داسې نورو برخو کې دې د پښتنو سياسي او ټولنيز مشرانو ته ريښتينى واک وسپارل شي چې سوله پرځاى شي . د لاريون گډون کوونکو له ملگرو ملتونو او او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په سوات او د سرحد سوبى په نورو برخو کې دبې گنا پښتنو د وژنې په کلکه غندنه وکړي.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||