BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:25 گرينويچ 2009 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانوۍ ورځپاڼې: پر سوات طالبان واکمن دي

سوات کې پاکستاني پوځيان
سوات د يومليون او درې لکه وگړوپه لرلو شتمن کلتور او تاريخ لري او له پېښور، راولپنډۍ اواسلام اباد نه يوازې ١٦٠ کيلومتره واټن لري .
دوو برتانوي ورځپاڼو په پاکستان کې روانوحالاتو ته کتنه کړې ده .

د (هيرالډ تيربيون) برتانوۍ ورځپانه ليکي چې: ((د پاکستان په شمال لوېديځ سوات دره کې چې يومهال د سکي ډگرونه پکې وو او په شنو باغونو ښکلى و اوس ويجاړی اوجگړې دي .

دلته شاوخوايوکال کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او اوس سيمه پوره د طالبانو په ولکه کې ده.

د ورځپانې په ليکنه خلک بايد هرماښام اته بجې په سوات کې د طالبانوپه امر د دوى راډيو واوري .

د ځايي راډيو له خواځايي طالب قوماندان شاه دوران خلکوته خبردارى ورکوي چې د ده په وينا له غيراسلامي چارو ډډه وکړي.

له غيراسلامي چارونه د ده مطلب دا دى چې خلک دې ږيرې نه خريي، ډي وي ډي دې نه خرڅوي، ستاليت اوکيبل چينلونه دې نه گوري، سندرې اونڅاوې دې نه کوي، په طالبانو دې نيوکه نه کوي او نجونې دې ښوونځيوته نه ځي .

شاه دوران د هغوکسانو نومونه هم اخلي چې د طالبانو له خوا وژل شوي او يا بايد ووژل شي. ورځپانه د يوه ځايي اوسېدونکى له خولې ليکي: ((طالبان د راډيو له لارې هرڅه کنټرولوي .))

پاکستاني طالبان
تېرکال طالبانو په سوات کې ٧٠ پوليس وژلي او١٥٠ يې ژوبل کړي دي .

نړيوال پام دې نيمه کورواکې قبايلي سيمې ته د پخوا په څېر دى چې په افغانستان کې په نړيوالو ايتلافي ځواکونو بريدونه ترې کېږي. خو د پاکستان لپاره د سوات درې له لاسه ورکول ستره ناکامي ده.

سوات د يومليون او درې لکه وگړوپه لرلو شتمن کلتور او تاريخ لري او له پېښور، راولپنډۍ اواسلام اباد نه يوازې ١٦٠ کيلومتره واټن لري .

د هيرالډ تريبيون په باور ترڅه د پاسه يوې کلنې جگړې وروسته په سوات کې واک د طالبانولاس ته ورغى او اوس سيمه ييزاوسېدونکي وايي چې له دې سيمې د طالبانو واک د پاکستان نورو برخو ته خورېږي.

اوس طالبان په رڼا ورځ له خلکوسرونه پرې کوي. تېرکال طالبانو دلته ٧٠ پوليس وژلي او١٥٠ يې ژوبل کړي دي. ډېرو پوليسو له ډاره په ورځپانوکې دخپلو دندو د پرېښود اعلانونه ورکړي دي .

هيرالډ تريبيون وړاندې د ځينو شنونکو له خولې کاږي: ((په سوات کې منځ ته راغلې کړکېچنه وضعه د ملکي حکومت او پوځ د تگلارې پايله ده چې د ځينو خلکو په گومان يې په لوى لاس سوات ته پرېښودل او حالت يې کړکېچن کړ. اوس روان حالت د پوځ او ملکي حکومت لپاره د سرخوږى سبب گرځي .))

د ترهګرۍ ضد مرسته نه شي کولی
 په پاکستان کې د امريکا د توغنديزو بريدونو په اړه د دغه هېواد ولسمشراصف علي زرداري په اسلام اباد کې د متحدوايالتونو سفيرې ته ويلي دا بريدونه د ترهگري ضد مبارزه کې مرسته نه شي کولى
ګارډيان، برتانوۍ ورځپاڼه

څه موده وړاندې د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري وويل دوى به د اورپکو پرضد بې رحمانه چلند وکړي، خو په عين مهال به له ځينوسره خبرې اترې هم کوي .

د ځينو حکومتي سرچينو له مخې اوس په سوات کې له ٢زرونه تر٤ زروپورې طالب جنگيالي شته او پوځ څلور لېواوې لري چې شمېر يې له ١٢ زرونه تر١٥ زروپورې رسېږي . خو د سوات اوسېدونکي اوسياستوال وايي چې عسکر په خپلو کاغوشونو کې دي او له اورپکو سره کارنه لري .

د برتانيې د گارډيان ورځپانه د ولسمشرباراک اوبامه دادارې هغه خبرداري ته اشاره کوي چې وايي افغانستان ته د امريکې نوي ځواکونه چې له طالبانو او القاعدې سره به جنگېږي، ښايي له ځان سره مرگ ژوبله ولري .

د امريکې مرستيال ولسمشر جو بايدن ويلي د اوباما په ولسمشر کېدو سره به په افغانستان او پاکستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا لازيات عمليات کېږي او د هغې پوښتنې په ځواب کې چې امريکايي ځواکونه به له زياتې مرگ ژوبلې سره مخامخ کېږي او کنه؟ ښاغلي بايدن وويل هو، له بده مرغه ښايي همداسې وشي .

((د القاعده هر لوړپوړی به په نښه کوو))

د گارډيان ورځپانه وړاندې ليکي : (( په پاکستان کې د امريکا د توغنديزو بريدونو په اړه د دغه هېواد ولسمشراصف علي زرداري په اسلام اباد کې د متحدو ايالتونو سفيرې ته ويلي دا بريدونه د ترهگري ضد مبارزه کې مرسته نه شي کولى.))

په تېرکال کې د پاکستان په قبايلي سيمو کم ترکمه د توغنديو٣٠ بريدونه شوي دي . د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايدن د سي بي اېس له تلويزيون سره په مرکه کې وويل: (( باراک اوباما لا د خپل انتخاباتي کمپاين پرمهال ويلي وو چې د القاعده هر لوړپوړى به په نښه کوي .

افغان ولسمشرحامد کرزي په امريکايي بمباريو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله غندلې او هغه يې د ترهگرو په گټه او د افغان حکومت په زيان بللې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت