|
پاکستان:د سوات دره به له طالبانو پاکه کړو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان دپوځ مشر وايي چې ډېر ژر به د سوات دره چې اوس تر ډېره يه کې طالب وسله وال فعاليت لري دحکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې را وستل شي . جنرال پرويز اشفاق کياني دهېواد په شمال ختيځ کې افغان پولې ته څېرمه سوات درې ته چې پخوا ددغه هېواد دسېلانېانو لپاره ىوه ښکلې سېمه وه دخپل سفر پر مهال هلته له مېشتو پوځېانو سره تر خبرو اترو وروسته،دا څرگندونې کړي دي . په ٢٠٠٧ عيسوي کال کې په سوات کې هغه مهال پاکستاني پوځونه ځای پرځای شول چې هلته اسلامي بنسټ پالو سر را پورته کړ. په دغې سېمه کې داسلامي بنسټ پالو او حکومتي ځواکونو تر منځ په نښته کې سلګونه کسان وژل شوي، بنسټ پالان هڅه کوي چې دغلته په خلکو باندې اسلامي احکام په سختۍ سره پلى کړي . په سېمه کې دبي بي سي خبريال وايي چې اشفاق کياني په داسې مهال له سوات څخه لېدنه وکړه چې پاکستاني پوځ په سېمه کې دتندلارو په وړاندې د نويو عملياتو پر پېلولو غور کوي . دپاکستاني پوځ له لورې په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې دجنرال کياني له خولې ټينګار شوی پوځ يې د دې سېمې د امنيت د ټېنگولو او شته ستونزو د هواري توان لري . دپاکستان دحکومت يوه وياند وايي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري هم په سوات کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو او دغلته د طالب وسله والو د خپلسرو محکمو د بندېدو غږ کړى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||