|
سوات: د نجونو سلګونه ښوونځي وتړل شول | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سوات دره کې د شخصي ښوونځو چلوونکو پرېکړه کړې ده چې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره سم به د نجونو پرمخ خپل ښوونځي وتړي . شخصي ښوونځيو ويلي دوی د پاکستان له امنيتي چارواکو نه داسې ضمانت نه دی ترلاسه کړی، چې د زده کوونکو، د هغوی د ميندو او پلرونو او ښوونکو امنيت وساتي . دوی ويلي چې ترهغه به خپل ښوونځي نه پرانيزي چې طالبانو د تېرې مياشتې هغه ګواښ بېرته نه وي اخيستی چې د نجونو ښوونځي به الوزوي . تر دې وړاندې په سوات کې د وسله والو طالبانو يوه مشر ويلي وو چې د نجونو ښوونځي دې وتړل شي. دوی وايي چې په سوات کې د نجونو د زده کړې په ښوونځيو کې اسلامي شريعت نه مراعاتېږي او پردنه نه کوي . دوی دا هم وايي چې نجونې او هلکان يو ځای زده کړه کوي چې دا د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده . خو داسې ښکاري چې په سوات کې نه کوم پوهنتون او يا کالج شته چې نجونې او هلکان دې يوځای زده کړه وکړي، خو د ويلو ده چې له لومړي ټولګي تر پنځمه واړه ماشومان سره ګډه زده کړه کوي .
په سوات کې عام خلک هم ډېر په اندېښنه کې دي او د اورپکو دغه ګواښ يې غندلی دی . ويل کېږي چې په سواتې کې شاوخوا يونيم سل ښوونځي يا سوځول شوي او يا هم تړل شوي دي. او په سيمه کې د حکومت واک ډېر کم ليدل کېږي . په سوات کې وسله وال طالبان د اف ايم راديو له لارې خپل اعلانونه او ګواښونه کوي او خلک اړ دي له وېرې نه د دوی خبره ومني . دا مهال شاوخوا يو لک او څلوېښت زره ماشومان د زده کړې له نعمته بې برخې پاتې دي او شاوخوا 172 ښوونځي طالبانو له منځه وړي دي، چې 60 يې د هلکانو او نور د نجونو دي . د رپوټونو له مخې 18 داسې ښوونځي هم شته چې په هغو کې پوځ اړولي دي او امنيتي پوستې يې په کې جوړې کړې، او پنځه نور ښوونځي طالبانو د خپلې لومړۍ کرښې په توګه کاروي . دا مهال له سواته ډېری خلک خپل ماشومان خوندي ځايونو ته لېږدوي او هلته يې په نورو ښوونځيو کې شاملوي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||