BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:02 گرينويچ 2008 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان:دسوات ځانمرګي بريد لارويان وژلي
سوات
په سوات کې وسله والو پر پاکستاني امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر کړي دي .
د پاکستان پوځي سرچينو ويلي چې د سوات په دره کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي د سنگوټه په سيمه کې د پوځ د تلاشۍ له ځايه څو سوه متره ليرې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوولى دى .

خبري سرچينو ويلي چې په بريد کې لس کسان وژل شوي او شاوخوا ٥٠ نور يې ټپيان کړي دي .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده .

په سوات کې د ځايي طالبانو وياند حاجي مسلم خان د بريد پړه پر غاړه اخيستې او دعا يې کړې، چې په بريد کې تر شلو ډېر پاکستاني پوځيان وژل شوي، خو دا ادعا د چا له خوا نه ده تاييد شوې .

مسلم خان ويلي چې له بريد وروسته امنيتي ځواکونو پر ولسي خلکو ډزې کړې او يو شمېر کسان يې وژلي دي .

خو عيني شاهدانو ويلي چې په بريد کې ټول ولسي وګړي وژل شوي دي .

تر دې وړاندې سرحدي ښار پېښور ته څېرمه د دوو هغو باوړونو گاډو چلوونکي په لاسي بمونو وژل شوي، چې په افغانستان کې يې بهرنيو ځواکونو ته توکي لېږدول .

د ويلو ده چې وسله والو کسانو، چې په غالب گمان د القاعده ډلې جنگيالي او وسله والو طالبان به وي، په دې وروستيو کې، په ځانگړې توگه له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو خپل بريدونه ډېر کړي دي .

خيبر د پاکستان په شمال لوېديځ کې يوه داسې دره ده، چې په کې افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو لپاره د اړتيا وړ توکي لېږدول کېږي .

ويل کېږي چې د امريکا پوځ د خيبر د درې له لارې په افغانستان کې خپلو پوځيانو ته په سلو کې شاوخوا ٧٥ توکي لېږدوي، چې نژدې ٤٠ په سلو کې په کې د سونگ توکي وي .

د تېر نومبر په مياشت کې پاکستاني ځواکونه وروسته له هغه اړايستل شول، چې د يوې اوونۍ لپاره د خيبر له درې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د توکي لېږدول بند کړي، چې وسله والو ١٣ بار لارۍ برمته کړې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت