|
د پاکستان د استخباراتو ٣ کارکوونکي وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوليسو ويلي چې د دغه هېواد په شمال لوېدځ سوات سيمه کې د وسله والو په کمين کې څارگرې ادارې درې کارکوونکي وژل شوي دي . دغه کسان تېره ورځ ناوخته د سوات په ماتا سيمه کې د اورپکو د څو (کمين) له امله وژل شوي دي . په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې دغه درې کسان په موټر کې سپاره ول چې د وسله والو له کمين سره مخامخ شول . په سيمه کې د وسله والو اسلام پالو يوه وياند ويلي چې دغه کسان دوى وژلي، ځکه چې دوى هغه دوه کسان سخت ځورولي وو، چې د زندان پر مهال يې ترېنه تحقيق کاوۀ . ياده دې وي چې له تېر کال راهيسته پاکستاني پوځ د ماتا په سيمه کې، چې د وسله والو پټنځايونه پکې شته، د اسلام پالو اورپکو پر وړاندې يو شمېر عمليات کړي . د پاکستان د پوليسو يوه افسر بي بي سي ته د نامۀ له ښودلو پرته ويلي چې د استخباراتو دغو درو کسانو ته تر ١٢ ډېرو وسله والو کمين نيولى و، چې اوس د دغو ارپکو د نيولو هڅې روانې دي . گرځبنديز له پېښې وروسته، پاکستاني پوځيانو په سيمه کې گرځبنديز لگولى، د وسله والو په اړه څېړنې روانې دي، چې په تور يې ځينې شکمن کسان هم نيول شوي دي .
عيني شاهدانو ويلي چې پاکستاني پوځيانو پر ځينو ځايونو بريدونه هم کړي، چې گنې وسله وال به دلته پټ وي . د وسله والو يوه وياند مسلم خان ويلي :'' د پاکستان د څارگرې ادارې د پوښتنو گروېږنو پرمهال هغه دوه ځورول شوي بنديان اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې څښاک او خوراکه لوېدلي دي .'' له دې سربېره چې په سيمه کې د وسله والو اسلام پالو د مشر مولانا فضل الله او پاکستاني حکومت ترمنځ د اوربند تړون شوى، خو رپوټونه وايي چې په سوات کې امنيتي حالت د اندېښنې وړ دى . تېره مياشت هم وسله والو په دغه سيمه کې يوه هوټل ته اور ورته کړي و . | ورسره تړلي نور خبرونه د جنوبي وزيرستان راکټي بريد شپږ کسان وژلي 28 جولاى, 2008 | نړۍ کړکيچ اداره: په پاکستاني پوځ فشار پکار دى24 جولاى, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||