BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:10 گرينويچ 2008 ,28 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د جنوبي وزيرستان راکټي بريد شپږ کسان وژلي

جنوبي وزيرستان (پخوانى عکس)
د چارواکو په وينا، توغندى د يوه ځايي قبايلي مشر سلات په نښه کړ، چې ويل کېږي وسله والو طالبانو ته به يې پناه ورکوله .
د پاکستان د جنوبي وزيرستان په قبايلي اعظم ورسک سيمه کې د توغندي په يوۀ بريد کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي .

د پاکستان دولتي تلويزيون خبر ورکړى چې توغندى د وزيرستان په سرحدي اعظم ورسک سيمه کې يوۀ ودانۍ په نښه کړه چې درې نور کسان يې ژوبل کړل .

په خبر کې دا ونه ويل شول چې په نښه شوى کسان څوک وو .

بل خوا په سيمه کې ځايي ژورنالېستان وايي چې توغندى اعظم ورسک کې د يوه دينى عالم مولوي جليل مدرسه په نښه کړه، خو چارواکي وايي چې توغندى مدرسې نژدې پر يوه کور ولګېد .

د چارواکو په وينا، توغندى د يوه ځايي قبايلي مشر سلات په نښه کړ، چې ويل کېږي وسله والو طالبانو ته به يې پناه ورکوله .

ازادو تلويزيوني چينلونو د ځايي خلکو له خولې راپور ورکړ چې پر ياده شوې مدرسه څلور توغندي توغول شوي دي .

دځايي خلکو په وينا توغندي د يوې بې پېلوټه الوتکې له خوا وويشتل شول، چې د بريد وړاندې د الوتکې اوازونه اورېدل شوي وو .

د وزيرستان راکټي بريد(پخوانى عکس)
تر دې وړاندې د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم د توغنديزو بريدونوله امله لويه مرگ ژوبله رامنځته شوې ده .

هغوى وويل چې بريد نن سهار شاوخواه درې بجې هغه وخت وشو کله چې په ودانۍ کې موجود کسان ويده ول .

تر دې وړاندې د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم د توغنديزو بريدونوله امله لويه مرگ ژوبله رامنځته شوې ده .

پاکستاني پوځ د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو يوه استخباراتي چارواکي ويلي چې د بريد په اړه يې خبر تر گوتو کړى دى .

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امريکا ټينگار کوي چې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د بريد لپاره وسله والو طالبانو قبايلي سيمې پټنځايونه گرځولي دي .

دغه توغندييز بريد په داسې حال کې شوى چې ټاکل شوې ده د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني نن د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره په سپينه ماڼۍ کې وويني .

رسنۍ وايي چې د گيلاني او ولسمشر بوش د غونډې مهمه موضوع به د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعدې او وسله والو طالبانو مخ په زياتېدو فعاليتونه وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت