BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:16 گرينويچ 2008 ,01 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د وزيرستان ځايي طالبانو نوى يووالى اعلان کړى

پاکستاني طالبان
روان کال د فبرورۍ په ١٧ مه پاکستاني چارواکو له حافط ګل بهادر سره د امن يو تړون کړى و، چې د دغه تړون وروسته په شمالي وزيرستان کې په ځواکونو بريد نه دى شوى .
د پاکستان په قبايلي سيمې وزيرستان کې د ځايي طالبانو دوو ډلو نوى ايتلاف اعلان کړى چې ځايي خلک وايي هدف يې د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر بيت الله محسود پر ضد جوړ کړى شوى دى .

سره له دې چې تېره ورځ د نوي ايتلاف مشرانو اعلان وکړ چې هدف يې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد د هغوى په وينا جهاد کول دي، خو د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې يوه ځايي ملک د ټيليفون له لارې بي بي سي ته وويل چې د ايتلاف هدف د بيت الله محسود په ضد نوې ډله جوړول دي .

بي بي سي ته وويل شو چې د ميرانشاه او رزمک ترمنځ په لوى سړک د دوسيلي په سيمه کې د جنوبي وزيرستان د طالبانو د يو مشر ملا نذير او شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو دوو ځايي ډلو د نوي ايتلاف اعلان وکړ .

دواړو ډلو د شمالي وزيرستان د ته خېل حافظ ګل بهادر مدخېل خپل مشر او مفتي ابو هارون وياند وټاکۀ، د جنوبي وزيرستان ملا نذير د نوي اتحاد د مرستيال مشر مسئوليت پر غاړه واخيست .

ويل کېږي چې شاوخوا ٣٥ کلن ګل بهادر د پنجاب په ملتان ښار کې ديني زده کړې ترسره کړې دي او تر تېر کال پورې يې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد اوږده جهگړه کړې وه .

روان کال د فبرورۍ په ١٧ مه پاکستاني چارواکو له حافط ګل بهادر سره د امن يو تړون کړى و، چې د دغه تړون وروسته په شمالي وزيرستان کې په ځواکونو بريد نه دى شوى .

په سرحد ايالت کې د طالبانو له تحريک سره، سره د ملا نذير او حافظ ګل بهادر په نومونو د ځايي طالبانو دوه لويې ډلې موجودې وې .

د ملا نذير په مشرۍ د ځايي طالبانو ډلې تېر کال په جنوبي وزيرستان کې د ازبکانو پر ضد عمليات کړي وو او هغوى يې له واڼه څخه شړلي ول .

د ازبکانو پر ضد له عملياتو وروسته د ملا نذير چې وزير دى او د بيت الله محسود ترمنځ سخت تاوتريخوالى رامنځ ته شوى و چې د ملا نذير په ملګرو بريدونه هم شوي وو.

بيت الله محسود تورلگوي چې ملا نذير له حکومت سره يوځاى شوى و، خو د نوي اتحاد وياند مفتي ابو هارون وويل چې د اتحاد مقصد د هغه په وينا د کفر خلاف جهاد کول دى .

هغه زياته کړه چې د امير په حکم به د اتحاديانو خلاف جهاد لپاره افغانستان ته هم ولاړ شي .

ده وويل که چېرې پاکستاني ځواکونو يې پر ضد عمليات وکړل، نو له ځانه به خپله دفاع وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت