|
سويلي وزيرستان راکټي بريد لس کسان ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان قبايلي سيمې په سويلي وزيرستان کې له يوه ناڅرگند ځايه د راکټي بريد په پايله کې لس کسان وژل شوي دي . په سويلي وزيرستان کې يو ځايي چارواکى وايي دغه پېښه د اعظم ورسک په سيمه کې شوې ده . د رپوټونو له مخې له يوه نامعلوم ځايه يو ميزايل د اعظم ورسک په کلوشه سيمه کې پر يوه کور لگېدلى، چې په پايله کې يې ددغه کور لس کسان ووژل . دمگړۍ نه ده معلومه چې دغه بريد له کوم لوري څخه شوى دى . بل پلو په سيمه کې ځايي خلک وايي چې دغه بريد د افغانستان له پورې غاړې شوى دى . په سيمه کې چارواکي ادعاکوي چې په دغه بريد کې وسله وال طالبان په نښه شوي وو، خو ځايي خلک دا نه مني او وايي چې د نوموړي بريد ټول لس کسان قربانيان د يوه عادي کور غړي وو . د سيمه ييزو خلکو پروينا، تراوسه له دغه کور څخه د لسو کسانو مړي او درې ټپيان راويستل شوي دي . د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي او سويلي وزيرستان يو له هغو ناارامو سيمو څخه دى چې پکې هروخت دا ډول بريدونه کېږي . له دې وړاندې هم د شمالي او سويلي وزيرستان په سيمو کې د القاعده او وسله والو طالبانو گڼ شمېر غړي په نښه شوي او وژل شوي وو . د روانې فبرورۍ مياشت په پيل کې هم په شمالي وزيرستان کې د يوه راکټي بريد له امله ١٢ کسان وسله وال وژل شوي وو . | ورسره تړلي نور خبرونه پاړاچينار ځانمرگي شاخوا ٤٦ کسان ووژل16 فبروري, 2008 | نړۍ پاکستان په وزيرستان کې خبرې غواړي07 فبروري, 2008 | خبرونه د القاعده ډلې يو لوړ پوړى مشر ووژل شو01 فبروري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||