|
پاکستان په وزيرستان کې خبرې غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري ٧ ) وويل چې په وزيرستان کې به له طالب اورپکو سره خبرې وکړي . د چارشنبې په ورځ په سويلي وزيرستان کې د طالبانو يوۀ وياند ويلي و چې عبدالله مسيد اوربند اعلان کړى دى . خو په اسلام اباد کې د کورنيو چارو وزير حمد نواز خبري اژانسونو ته ويلي چې رسمي اوربند نشته خو دواړو غاړو اوس د ټوپکو خولې تړلي دي . ښاغلي نواز زياته کړه چې قبايلي جرگه به پر سولې خبرې کوي چې پکې به د حکومت او قبايلو استازي وي . خو پاکستاني چارواکي د دغې جرگې د ترسره کيدو وخت ونه ښود . په وزيرستان کې له ځايي طالبانو سره د پاکستان پخوانيو خبرو لويديځ او په گاونډ کې د افغانستان حکومت خپه کړى و . هغوى په دې باور دي چې دغه ډول خبرې گواکې اورپکو ته د بيا سره ټوليدا وخت ورکوي . خو د پاکستان د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي چې يوازې خبرې اترې به قبايلي سيمې کې جوړ جاړي راولي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||