|
پاړاچينار ځانمرگي شاخوا ٤٦ کسان ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په قبايلي سيمه کورمه کې يوه ځانمرګي بريد شاخوا ٤٦ کسان ووژل . په داسې حال کې چې د پاکستان په کورمه کې ځانمرگى بريد کړى، په شمالي وزيرستان کې د ناپېژاندو اورپکو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده . دغه چاودنه چې په قبايلي سيمه باجوړ کې شوې، شاخوا ١٤٦ تنو ته يې مرگ ژوبله اړولې او يوه ودانۍ يې ويجاړه کړې ده . ځانمرگي بريدکوونکي غواړي د فبرورۍ د ١٨ ټاکنې ټکنۍ کړي او پاکستان له ديموکراسۍ راوگرځوي . پاکستاني چارواکي وايي دوى له خپلو زياتو هلوځلو وروسته اوس دې پايلې ته رسېدلي چې راتلونکي انتخابات به ازادانه او مناسبه فضا کې ترسره کېږي . بل پلو په شمالي وزيرستان کې د ناڅرگندو اورپکو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې يوشمېر اورپکي پکې وژل شوي . د پاکستاني چارواکو پروينا، دغه پېښه نن سهار(شنبه، دفبرورۍ ١٦) د شمالي وزيرستان ترمنځ او 'ټل' ترمنځ پر 'ميرعلي سړک' رامنځته شوه . چارواکي وايي دغه اورپکي په موټر کې روان ول چې ددولتي ځواکونو لخوا پرې بريد وشو، خو تر دمگړۍ د مرگ ژوبلې خبر نه دى راغلى . له دې وړاندې هم په چارسده، پېښور ، پينډۍ او وزيرستان کې د انتخاباتي کمپاين په لاريونونو کې ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي چې په کې په لسګونو کسان مړه او ټپيان شوي دي . د پاکستان د پيپلزپارټۍ مشره بېنظير بوټو هم شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستاني سفير په خيبر ايجنسۍ کې ورک شوى11 فبروري, 2008 | خبرونه د بوټو وصيت: زرداري به دگوندمشر وي06 فبروري, 2008 | نړۍ راولپنډۍ کې ځانمرگي بريد اووه کسان ووژل04 فبروري, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||