|
پاکستاني سفير په خيبر ايجنسۍ کې ورک شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لويه لار د دوشنبې په ورځ ( د فبروري ١١ ) تر هغه وروسته وتړل شوه چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خيبر په ايجنسۍ کې په کابل کې د خپل سفير د ورکيدا خبر ورکړ . د پاکستان رسمي تلويزيون تر دې وړاندې اعلان وکړ چې په افغانستان کې پاکستاني سفير طارق عزيز الدين هغه مهال ورک شو چې له پاکستانه بيرته افغانستان ته روان و . د پاکستان دولتي تلويزيون په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت له خولې ويلي چې سفير د خيبر ايجنسۍ په سيمه کې ورک شوى دى . د رپوټ تر مخه ښاغلى عزيز الدين د دوشنبې په ورځ له ځايي وخت سره سم د سهار له ١١ بجو لادرکه شوى دى . سفير به په پوله باندې خپل گاډى بدلاوۀ خو تر پولې نه دى رسيدلى . په پېښور کې د بي بي سي خبريال شاهين بنورى وايي په قبايلي سيمو کې ځينې چارواکي د سفير له ورتگه نه و خبر خو په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت د دې پېښې پخلى کړى دى . د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى لا نه پوهيږي چې ښاغلى عزيز الدين تښتول شوى دى او که په کومې بلې ستونزې اوښتى دى . له سفير سره د دۀ موټر چلونکى او دوه ساتونکي هم ملۀ و چې دى به يې د افغانستان تر پولې رساوۀ او هورې به يې افغان امنيتي ساتونکو ته سپارۀ چې تر کابله يې بدرگه کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||