BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2008 ,06 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بوټو وصيت: زرداري به دگوندمشر وي
زرداري
بېنظيربوټو په خپل هغه وصيت کې چې د تېر اکتوبر په ١٦ يې کړى و، ويلي چې زرداري دې تر هغه د گوندلنډمهاله مشر وي څو چې دايمي مشر ټاکل کېږي .
د پاکستان پيپلز پارټۍ د بېنظيربوټو هغه سياسي وصيت راڅرگند کړ، چې نوموړې پکې خپل مېړۀ ته د پيپلزپارټۍ د مشرۍ وصيت کړى و.

خو په تېر ديسمبر کې د بېنظيرې د وژل کېدو وروسته د پيپلز پارټۍ ددا ډول وصيت نه مني .

د پيپلزپارټۍ وياند وايي چې اوس دا وخت رارسېدلى دى چې د نوموړي وصيت منځپانگه دې په ډاگه کړاى شي چې خپرو شوو گنگوسو ته د پاى ټکى کېښودل شي.

خو شننونکي بيا وايي چې نوموړى وصيت به د بېنظيرې د مېړۀ اصف زرداي سياسي دريځ لا نورهم پياوړى کړي.

زرداري اوس مهال په داسې حال کې د پارټۍ مشري پر غاړه لري چې د نوموړي ١٩ کلن زوى بلاول يوازې په تش نامه د پيپلزگوند مشرۍ ته خوشاله دى.

وصيت:

بېنظيربوټو په خپل هغه وصيت کې چې د تېر اکتوبر په ١٦ يې کړى و، ويلي چې زرداري دې تر هغه د گوندلنډمهاله مشر وي څو چې دايمي مشر نه وي ټاکل شوى .

آغلې بوټو په خپل وصيت کې دا هم ويلي چې:'' ما زرداري د گوند د مشرۍ لپاره ځکه وټاکۀ چې هغه يو زړور او شريف سړى دى، ١١ نيم کاله يې د زندان په تورو تيارو کې تېر کړل، خو له خپل دريځ څخه وانه وښت او د نوموړي سياسي دريځ به د پيپلزگوند يو موټى وساتي.''

د بېنظيرې له وژل کېدو وروسته زرداري هم د گوند د چارو مسووليت پر غاړه
واخىست.

د پيپلزپارټۍ وياندې شيري رحمن خبريالانو ته وويل:'' ځينې کسان هڅه کوي چې د بوټو د وصيت په اړه په گوندکې بابېزه دروغجنې گنگوسې جوړې کړي، له دې امله گوند پرېکړه وکړه چې د بوټو وصيت د رسنيو تر غوږونو ورسوي. ''

بېنظيربوټو تېر ديسمبر په راولپېڼدۍکې ووژل شوه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت