BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:37 گرينويچ 2007 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه

بوټو
ډيرى کارپوهان وايي چې د بينظيرې له مرگ وروسته پاکستان به د ١٩٧٠ کلونو هغه ته ورته پر يو څه بدل شي چې هغه وخت بيا بنگله ديش خپلواکي ترلاسه کړه
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بينظير بوټو په راولپنډۍ کې ووژل شوه ،نوموړې راولپنډۍ ته ددې لپاره وغلې وه چې دخلکو د گوند زرگونو ملاتړ کونکو ته وينا وکړي.

دې په دې غونډه کې دپاکستان په راتلونکو ټاکنو کې د گډون پر څرنگوالي خبرې وکړې.

کله چې له غونډې څخه د بيرته ستنيدو په حال کې وه چې بريد پرې وشو او ووژل شوه.

په دې برخه کې د اغلې بوټو هغه انځورونه وړاندې کو چې ددغې غونډې له بهير څخه اخيستل شوي دي.

کرزى ،بوټو

افغان ولسمشر حامد کرزى وروستى بهرنى مشر وو چې له اغلې بوټو سره يې د هغې له مرگ څخه څو ساعته وړاندې وکتل

بوټو

د پلار زالفقار علي بوټو له مرگ وروسته ددې ډير عمر په سياسي سياليو او اتلوليو کې تير شو

بوټو

بېنظيرې ويلي وو چې که ټاکنې يې وگټلې دا به په پاکستان کې نړيوالو ځواکونو ته اجازه ورکړي چې داورپکو اډې په نښه کړي

بوټو

دې په راولپنډۍ کې د پاکستان خلکو ته د خپل ژوندوروستۍ وينا وکړه

بوټو

ددې سره سره چې د خلکو د گوند مشرې له امنيتي پلوه د خونديتوب احساس نه کاوو خو بيا يې هم خپلې سياسي هلې ځلې چټکې ساتلې

اغلې بوټو

بينظير بوټو د اسلام په تاريخ کې لومړنۍ ښځينه سياستواله وه چې ديو اسلامي هيواد لومړۍ وزيره شوه

اغلې بوټو

اغلې بوټو دپاکستان د راتلونکو ټاکنو د گټلو لپاره نه ستړې کيدونکې هڅې کولې چې په پاکستان کې يو ځل بيا ولسواکي واکمنه کړي

بوټو

اغلې بوټو ډيره هيله منه وه چې ټاکنې به گټي او د پاکستان په اوسنيوکړکيچنوحالاتو کې به بدلون راولي

بوټو

د پاکستان د سياست له ډگر څخه دتل لپاره د اغلې بوټو له وتلو سره دکارپوهانو په وينا پاکستان له نوي کړکيچ او اوښتون سره مخامخ شو

بوټو

اغلې بوټو سختې انتخاباتي منډې ترړې پيل کړې وې چې ټاکنې وگټي او بيلا بيلو ايالتونو ته يې سفرونه وکړل

بوټو غونډه

پر اغلې بوټو له بريد څخه وروسته د پيښې په ځاى کې گډ وډي پيل شوه او له دې سره دمسلم ليگ(ق) پر دفترونو بريدونه پيل شول چې دپرويز مشرف ملاتړ کوي

بوټو غونډه له بريد وروسته

ډيرى کارپوهان وايي چې د بينظيرې له مرگ وروسته پاکستان به د ١٩٧٠ کلونو هغه ته ورته پر يو څه بدل شي چې هغه وخت بيا بنگله ديش خپلواکي ترلاسه کړه


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت