|
مشرف:له برتانيامې پلټنه کې مرسته غوښتې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف وايي له برتانيا يې غوښتي دي چې د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د وژنې په باب تحقيقاتو کې مرسته ورسره وکړي . د چارشنبې په ورځ ( د جنوري ٢ د مرغومي ١٢ ) ملت ته په يوه وينا کې پرويز مشرف وويل (( ما د برتانيا له لومړي وزير گورډن براون څخه غوښتنه وکړه او هغه مې دا غوښتنه ومنله . )) د بېنظير بوټو گوند واردمخه دغه غوښتنه کړې وه چې د دې د وژنې په پلټنه کې دې نړيوال ښکېل وي . پرويز مشرف د بېنظير بوټو له وژنې وروسته د سياسي بيا پخلاينې غوښتنه هم وکړه . دۀ خبردارى ورکړ چې د بېنظير بوټو له وژنې وروسته روان تاوتريخوالي به نور ونه زغمي . دۀ زياته کړه يو کميسيون يې جوړ کړى چې د بېنظير بوټو له وژنې وروسته د شوي تاوتريخوالي او د تاوانونو عاملين ومومي . ولسمشر مشرف وويل دى به د بېنظير بوټو پهپلارني ايالت سند کې د وسله والو کسانو او نورو خلکو له خواناکرارۍ ونه مني . د پاکستان حکومت وايي د بېنظير بوټو له وژنې راهيسته تاوتريخواليو او ناکراريو کې په سلگونو ميليونه ډالره تاوان وراوښتى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان ټاکنې د فبروري تر ١٨ وځنډول شوې02 جنوري, 2008 | نړۍ پاکستان : پر وخت ټاکنې ناشوني دي01 جنوري, 2008 | نړۍ د پاکستان پيپلز گوند : ټاکنې مه ځنډوئ31 دسمبر, 2007 | نړۍ پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||