|
د پاکستان پيپلز گوند : ټاکنې مه ځنډوئ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو گوند پر چارواکو ټينگار کړى دى چې د راتلونکې اوونۍ لپاره پلان شوي انتخابات ونه ځنډوي . د پيپلز گوند چارواکو ويلي دوى د جنوري د ٨ نېتې ټاکنو ته چمتو دي او ځنډول يې نه غواړي . د پاکستان د انتخاباتو کميسيون وايي دوى به د سه شنبې په ورځ ( د جنوري ١ ) دا اعلانوي چې ټاکنې به پر وخت کيږي که ځنډيږي . د بېنظير بوټو تر وژنې وروسته په ټول پاکستان کې د تاوتريخواليو پېښو د ټاکنو لپاره چمتووالى له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى . د ټاکنو گڼ شمير دفترونه خراب شوي دي، د رايه اچونکو ليستونه سوځول شوي او ترانسپورټ ويجاړ شوى دى . د نواز شريف په مشرۍ کې د مسلم ليگ حکومت مخالفې ډلې په همدې ترڅ کې ويلي چې که ټاکنې د لږ وخت لپاره وځنډيږي دوى به يې ومني . بل پلو د برتانيا لومړي وزير گورډن برون د پاکستان په يوې ورځپاڼې کې مقاله خپره کړې او له پاکستانيانو يې غوښتي دي چې کرار واوسي او خپل مشرتابۀ ته دا خبره پريږدي چې په څه ډول ديموکراسي بيرته پر ځاى کوي . ښاغلي براون ويلي چې ازاد او سم انتخابات د ترهگرۍ په وړاندې تر ټولو لوى خنډ دى . | ورسره تړلي نور خبرونه دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ بوټويې دپلارترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه 27 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||