BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:04 گرينويچ 2007 ,28 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان
بوټو
له بينظيرې وروسته داسې بريښي چې د بوش اداره به په مشرف ډېره تکيه وکړي هغه له دې امله چې ښايي دده په څېر به بل پياوړى متحد ونه مومي.
بينظير بوټو د تېر کال په اوږدو کې د پاکستان په اړه د امريکا د پاليسيو د يوې پياوړې مټې په بڼه راڅرگنده شوه.

سره له دې چې دوى د مېرمن بوټو او ولسمشر پرويز مشرف تر منځ دهغوى له خوښې سره سم د سياسي جوړجاړي په رامنځته کولو ونه توانېدل خوپاکستان ته د هغې ستنېدل د امريکايانو له خوا ستايل شوي و.

په راتلونکو ټاکنو کې د هغې گډون دا هيلې پياوړې کړې وې چې په قانوني ډول به د پرويز مشرف لپاره په واک کې د پاتې کېدلو لار اواره کړي.

که څه هم ډېرى امريکايي کارپوهان له دې پاليسۍ څخه ناخوښ وو او دې ته يې د ېوې سياسي لوبې په سترگه کتل.

د پاکستان په خورا فردي سياسي نظام کې ډېر شيان په ټاکلو شخصيتونو پورې تړلي دي او کله چې دوى له مخې ليرې شي هغه سياسي او ډيپلوماټيک امکانات چې په دې هيواد کې دي د سترگو په رپ کې نيمگړي پاتې شي.

واشنگټن اوس له هغه مشرف سره پاتې شو چې د خلکو نه خوښيږي ، له همدې امله يې له امريکا سره هم په دې وروستيو کې اړيکي پو څه ساړه شوي وو او پاکستان ته هم د مېرمن بوټو راتلل ددې سړو اړيکو يو دليل و.

د ولسمشر بوش اداره د پرويز مشرف په اړه يوه خوله نه ده، ډېر نظرونه دا دي چې که څه هم پرويز مشرف اوس يو بريالى واکمن نه دى خو د ترهگرۍ په وړاندې د امريکا يو کلک ملگرى دى.

اوس چې بينظيره مړه شوې ده ،سياسي امکانات ډېر گډوډ شوي دي .

داسې بريښي چې د بوش اداره به په مشرف ډېره تکيه وکړي هغه له دې امله چې ښايي دده په څېر به بل پياوړى متحد ونه مومي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت