|
بوټويې دپلارترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بينظير بوټو په پلرني کلي کې دخپل پلار او د پاکستان د پخواني لومړي وزير زالفقار علي بوټو ترڅنگ خاورو ته وسپارله . پلار ته يې دپخواني پوځي واکمن ضياالحق له خوا د اعدام سزا ورکړل شوې وه. بينظير بوټو خاوند او د هغې زوى بلاول په دې مراسمو کې گډون وکړ . د جنازې مراسم د اسلام او سيمه ييز دود سره سم ترسره شول او کله چې خاورو ته د سپارلو مراسم پاى ته ورسيدل ، له سيمه ييز دود سره سم د اغلې بوټو پر کبر د هغې خاوند او زوى په موټي خاورې وپاشلې او د گلانو پاڼې يې پرې وشيندلې. دا مراسم په هيواد کې له سخت تاوتريخوالي سره ملگري وو ،په هيواد کې يو شمير دولتي دفترونو،اورگاډو، پټرول پمپونو ته او گاډو ته اور ورته کړل شوى دى . دپاکستان امنيتي کسان وايي چې په لارو کوڅو کې د تاوتريخوالي له کبله ١٩ تنه وژل شوي دي . له بلې خوا دکورنيو چارو وزارت ويلي دي چې حکومت ټول هغه څه کړي وو چې د اغلې بينظير بوټو ساتنه وشي. هغه وويل نوموړې پر ډزو نه بلکې پر ځانمرگي بريد وژل شوې ده او دده په وينا په داسې حال کې ووژل شوه چې سر يې له گاډي بهر راباسلى وو او خلکو ته يې درناوى وړاندې کاوو. د کورنيو چارو سرپرست وزير بي بي سي ته وويل که هغې يې سر بهر نه وى ايستلى نو د نورو څلورو تنو په څير چې له دې سره په يو گاډي کې ناست وو ، دا هم ژوندۍ پاتې وه. | ورسره تړلي نور خبرونه دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه 27 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||