|
دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا ولسمشر بوش د بېنظير بوټو وژنه وغندله اوويې ويل بريدکونکي به عدالت ته مخامخوي. ((متحده ايالات د وژونکو بنسټپالو د بې زړه کولو په کلکه غندنه کوي چې د پاکستان ډيموکراسي غوړېدو ته پرېښودل نه غواړي. موږ د پاکستان له ولس سره د ترهگرۍ او بنسټپالو د وهلوپه هڅو کې اوږه په اوږه ولاړ يو . موږ پر پاکستان ټينگار کوو چې د هغې ياد دې تل ژوندى وساتي او په دې هېواد کې دې ډيمکراټيک بهير جاري وساتي د کوم څه لپاره چې بېنظير بوټو خپل ژوند قرباني کړ.)) دبرتانيالومړي وزير گورډن براون د اغلې بوټو وژنه د ډيموکراسۍ او پاکستان لپاره خواشينونکې بللې ده . ده ويلي دي چې دوى به اجازه ورنکړي چې ترهگر بريالي شي. دبېنظير بوټو په وژنه هندهم خواشيني ښودلې .هند د خواخوږۍ په خپل پېغام کې ويلي: (( بېنظير بوټو د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړيکو ښه کولو لپاره بې سارى کار ترسره کړى دى. دهند دبهرنيو چارو وزير شري پرناب مکرجي وويل بېنظير بوټو يوه زړه وره او تکړه مشره وه: دا وحشي بريد په ځانگړې ډول ډېره غمجنه پېښه ده او موږ بايد ددې بربادۍ په وړاندې په ټينگه سره مبارزه وکړو. ډيموکراسي ،دهند اوپاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولواو پاکستان کې د حالاتو سمولو په لړ کې د بې نظير بوټو هڅې الهام اخيستونکې دي.)) د پاکستان ولسمشر مشرف هم د بېنظير بوټو وژنه وغندله او ويلي يې دي چې په دې سره ټکان خوړلى دى او په هېواد کې يې د درې ورځينۍ ملي وير اعلان کړي. ((دې خواشينونکې پېښې او د اغلې بېنظير بوټو په درناوي کې زه د درو ورځو ملي وير اعلانوم. او ملي جنډه به تر درو ورځو نيم ځوړند وي.دا کړنه دهغه ترهگرو کار دى چې موږ ورسره په جگړه اخته يو. ما تل دا ويلي دي چې ترهگر و پاکستان او دده ملت ته گواښ راڅېرمه کړى دى.)) | ورسره تړلي نور خبرونه دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه 27 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||