|
دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو د گونده مشره بېنظير بوټو ووژل شوه . نوموړې د پنجشنبې په ورځ د راولپنډۍ د لياقت باغ په سيمه کې دزرگونو ملاتړ کونکو يوې غونډې ته له وينا وروسته د ستنيدو په حال کې وه چې د بريد لاندې راغله . د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه بريد يو ځانمرگى هغه وو چې پخوانۍ لومړۍ وزيره په کې ووژل شوه. د پاکستان د خلکو د گوندچارواکو ويلي دي چې له بريد وروسته دوى اغلې بوټو په ټپي حالت کې روغتون ته ورسوله خو دهغې په بدن د ډيرو ټپونو له کبله ډاکټرانو ونشو کړى چې د نوموړې ژوند وژغوري . له دې پيښې وروسته خبريالان وايي چې لا هم په بشپړ ډول څرگنده نه ده چې اغلې بوټو په ځانمرگي بريد کې وژل شوې ده که په ډزو ووژل شوه . ځينې خبرې سرچينو ويلي دي له بريد څخه وړاندې چې پخوانۍ لومړۍ وزيره بيرته ستنيدله او د سپرلۍ گاډيته يې نژدې ور ورسيدله پنځې ډزې پرې وشوې او دا چې يوه مرمۍ د نوموړې پر غاړه ولگيده. دپاکستان د خلکو د گوند يو وتلي مشر بابر اعوان د اغلې بوټو وژنه په نښه شوى کار وباله او وويل چې د غونډې پر مهال اغلې بوټو څو ځلې د خپل امنيت په اړه انديښنه وښودله. ده وويل دى د پنجشنبې په سهار له اغلې بوټو سره يو ځاى وو او هغې ورته ويلي وو چې په دې څه پيښيدونکي دي. ښاغلي اعوان وويل اوس دى نشې ويلى چې هغې رښتيا څه ورته ويلي وو . د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دغه وژنه وغندله او ددرې ورځو ماتم يې اعلان کړى دى. ښاغلي مشرف همدا راز د يوې سرتاسري غونډې د بللو امر وکړ. د پاکستان د مسلم ليگ مشر اودحکومت يو مهم سياسي سيال پخواني لومړي وزير نواز شريف پر اغلې بوټو دغه ترسره شوى بريد وغانده او وېويل چې دى د خلکو په وير کې شامل دى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||