|
داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
بېنظير بوټو د ٥٤ کلنۍ په عمر مړه شوه بېنظر بوټو د سوېلي اسيا په مشهورې سياسي کورنۍ کې زيږېدلې وه. ددې پلار ذوالفقار علي بوټو په ١٩٧٠ مو کلونو کې د ولس محبوب لومړى وزير وو،چې بيا په يوې پوځي کودتا کې له واک پسې واخيستل شو او دوه کاله وروسته پانسۍ کړل شو. دې پېښې بېنظير بوټو سياست ته بوتله .دسياسي مبارزې لپاره بندي کړل شوۀ. خو کله چې جنرال ضيا الحق چې ددې پلار يې له منځه يووړ د الوتکې په پېښه کې ووژل شو نو دا ديوه مسلمان هېواد لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزيره وټاکل شوۀ. نو د بنسټپالنې ضد ديوې عصري کونکې او سيکولرې په توگه يې خپل ځان څرگندکړ . په دې سره دا د پاکستان په کړکېچن سياسي ژوند کې له خطر سره مخامخ شوه او حالات يې د ١٩٧٩کلونو په څېر گڼل. ((بېنظيربوټو ويل : که حقيقت درته ووايم نو زه کله هم پر دې چورت نه وهم چې دوى به له ما سره څه کوي. ډېرى خلک ماته راځي او راته وايي ته خبره يې چې دوى ستا وژل غواړي. دوى له تاسره دا کول غواړي ها کول غواړي.زه يې هيڅ چورت نه وهم.زه پوهېږم چې دا ټول ددې لپاره کېږي چې زموږ وړتيا وځپي.)) دا دوه ځله د درغلۍ په تور له واکه ايسته کړل شوه او ددې پر ادارې د بې اغېزى نيوکې کېدې. ٨ کاله په خپله خوښه له جلاوطنۍ دراستنېدو وروسته دې وويل ډېر داسې څه دې چې دا يې په جلا ډول کول غواړي.خودې ته دا وار ونه رسېد. د بېنظير بوټو وژنه د پاکستاني سياست لپاره يوه زلزله ده،چې دا به د ټولې سيمې لپاره په ټوليزه توگه لويې پايلې ولري. بې له شکه ددې انگازې به له لندنه تر واشنگټن محسوسه کړل شي ځکه چې دا حکومتونه په پاکستان کې د بې باورۍ او گډوډۍ يو نوى پېر ويني. د بوش ادارې لپاره د هغې وژنه په ځانگړې ډول د يوې مهمې څيرې له منځه تلل دي . دې څيرې ته په واشنگټن کې دمخورې په سترگه کتل کيدل چې ددې له لارې پاکستان د سياسي سمون لوري ته گرزېدى شو. په ځانگړي ډول هغه مهال چې بېنظير بوټو پاکستان ته ستنه شوه نو د بوش ادارې هڅه وکړه چې په جگړه کې ښکېل ولسمشر مشرف له بېنظير بوټو سره نژدې کړي. هيله دا وه چې بېنظير بوټو به لومړۍ وزيره جوړېږي او دواړه به ډيموکراټيک اصلاحات گړندي کوي. او ددې ترڅنگ د افغانستان له پولې پاکستان ته اوښتيو پناه اخيستونکو اورپکو پر وړاندې به کلک گام اخلي. ددې ترڅنگ واشنگټن د ولسمشر مشرف له کارکردگۍ خورا خپه دى او په پاکستان کې دننه د ډيموکراسى او د ترهگرۍ ضد جگړه کې دهغه وړتيا او اهليت پېچلې غوټې جوړې شوې دي. اوس نه يوازې دا چې پر ناوړتيا او دامريکايي پوځي مرستو په بربادولو اندېښې دي بلکې دا ويره هم ده چې د پاکستان په امنيتي ادارو کې د لوړې کچې کسان لا هم د خپلو سياسي گټولپاره له اسلامي توندلارو ډلو سره ملگري دي. په نومبر کې د مارشلا له لگېدو وروسته بې نظير بوټو هر هغه څه پرېښودل چې د امريکايي لوبې پلان څخه الهام اخيستل ښکاره کېدل. خو دهغې دلوړ محبوبيت مانا دا وه چې دا به لويه لوبغاړې وي.خو ددې په نشتوالي سره به هغه بې باوري نوره هم پسې ژوره شي چې د پاکستان راتلونکى يې نيولى دى. بېنظير بوټوپه پاکستان کې د راتلونکو ټاکنيزو منډو ترړو لپاره په راولپنډۍ کې د خپل گوند يوې غونډې ته د وينا څو دقيقې وروسته وويشتل شوه. د بېنظير بوټو يو ډېر نژدې سياسي ملگرى او دهغې د پاکستان پيپلزگوند يو مشر بابر اعوان وايي بېنظير بوټو په لوى لاس په نښه شوې ده: ((دا په لوى لاس په نښه و ويشتل شوه.ولې موږ دا بل څه وگڼو.دا همداسې ده لکه ددې پلار چې په لوى لاس په نښه کړل شواو ووژل شو. خو دا يې په بل ډول وويشتله.نو بېنظير بوټو هم په لوى لاس په نښه شوې او وژل شوې ده.)) په پاکستان کې له جولاى راهيسې ځانمرگي بمي بريدونه ډېر شوي دي کله چې پلازمېنه اسلام اباد کې په لانجمن سره جومات کې د راډيکاله اسلامپالو دنيولو لپاره پوځي يرغل وشو. په تېرو څو کلونو کې د پاکستان ولسمشر مشرف د کورونيو چارو پخوانۍ وزير افتاب احمدخان شېرپاو،يو وفاقي وزير امير مقام،د ځانمرگو بم بريدکونکو له خوا په نښه شويدي. داپر بېنظير بوټو له جلاوطنۍ د ستنېدو وروسته دويم ځانمرگى بمي بريدوو. په هغه بريد کې بېنظير بوټو مازې روغه راوتله خو ددې هرکلي ته ورغلي نژدې ١٣٩ کسان ووژل شول او گڼ نور يې ژوبل کړي وو خو دا ځل دا بدمرغه وۀ.او ژونديې ترې واخيست. په ترهگر بريد کې ددې له وژلو وروسته د پاکستان په لروبر کې د بلواو څپې راپورته شوې. د لاهور په لاروکوڅو کې مظاهرچيانو خپله خواښيني وښودله او په سند ايالت کې چې دپخوانۍ لومړى وزيرې پلرنۍ کور دى هلته په مرکز کراچۍ کې زرگونه مظاهرچيانو ودانيو او موټرانو ته اور ورته کړي. او له ځينو سيمو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.په حيدراباد کې هم لسگونه گاډو ته اور اچول شوى. په جېکب اباد کې بيا لوې محکمې ته اور اچول شوى.دهېواد په لرو وبر کې مظاهرچيانو پر لويو لارو خنډونه جوړ کړي. ټايرونه سېزي او د پوليسو پر گاډو بريدونه کوي.په سرگودها کې دولسمشرمشرف ملاتړي گوند مسليم ليگ ((ق )) دفتر ته اوراچول شوى. د پاکستان د کورونيو چارو وزارت وايي نيمه پوځيان او پوليس ځواکونه يې چټک حالت ته درولي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه 27 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||