BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:40 گرينويچ 2007 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود

بوټو
بېنظير بوټو د پاکستان د هغه وخت د لومړۍ وزيرې په توگه د طالبانودنوي راښکاره شوي غورځنگ له پياوړتيا سره لوژيستکي او سياسي مرستې وکړې .
افغان ولسمشر حامد کرزي هغه بريد کونکى چې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره او د خلکو د گوند مشره بينظير بوټو يې دټاکنو د کمپاين په يوه غونډه کې ووژله په کلکه وغانده .

له دې بريد څخه څو ساعته وړاندې ښاغلي کرزي له اغلې بوټو سره وليدل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پرمختيا په اړه ورسره وغږيده .

حنان حبيبزي راپور :

افغان ولسمشر هغه بريد کونکى په کلکه وغانده چې د پاکستان د خلکو د گوند مشره او پخوانۍ لومړۍ وزيره يې ووژله .

ولسمشر کرزى د پاکستاني سيال په بلنه ددوه ورځيني سفر لپاره هغه هيواد ته تلى وو او له دې خونړي بريد څخه يوازې څو ساعته وړاندې يې له اغلې بوټو سره کتلي وو.

افغان ولسمشر وويل ،اغلې بوټو يوه زړه وره ښځه وه چې خپل هيواد ، افغانستان او ټولې سيمې لپاره يې روڼ انځور درلود .

ولسمشر کرزى وروستى بهرنى مشر دى چې ميرمن بوټو له خپل مرگ څخه يوازې څو ساعته وړاندې ورسره هيله وښوده چې گوند به يې دپاکستان راتلونکې ټول ټاکنې وگټي .

افغان مشر دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره شهيده وبلله او د هغې پر مرگ يې ژور خپگان ښکاره کړ:

بينظير بوټو له ښاغلي کرزي سره له خبرو لږ وروسته خبريالانو ته ددې ناستې په اړه څرگندونې وکړې .

او زياته يې کړه : ولسمشر حامد کرزي ته يې ويلي دي چې دخلکو گوند هيله لري چې ټاکنې وگټي او په افغانستان او پاکستان کې به د ترهگرۍ ريښې له منځه يوسي.

خوپه راولپنډۍ کې پر اغلې بوټو د بريد خبر چې د هغې ژوند يې واخيسته په برښنايي ډول په افغانستان کې خپور شو .

ددې سره سره چې ډيرى افغانان فکر کوي چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ له ماتې وروسته چې د افغان مجاهدينو ترمنځ په هيواد کې د کورنۍ جگړې اور تود شو ،

کرزى،بوټو
 ولسمشر کرزى وروستى بهرنى مشر دى چې ميرمن بوټو له خپل مرگ څخه وړاندې ورسره هيله وښوده چې گوند به يې دپاکستان راتلونکې ټول ټاکنې وگټي

بېنظير بوټو د پاکستان د هغه وخت د لومړۍ وزيرې په توگه د طالبانودنوي راښکاره شوي غورځنگ له پياوړتيا سره لوژيستکي او سياسي مرستې وکړې .

خوداځل په افغانستان کې د حالاتو له بدليدو سره دلته هيلې په پراخ ډول شته وې چې اغلې بوټو که دپاکستان راتلونکې ټاکنې وگټي نود افغانستان په اړه به د پاکستان په دريځ کې بدلون راولي ،هغه څه چې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بيا بيا ويلي دي .

دپاکستان پر پخوانۍ لومړۍ وزيرې مرگونى بريددافغانستان په ختيځ گاونډي کې د خونړيو بريدونو د بهير وروستۍ څپه ده چې د هغه هيواد د امنيتي حالت په اړه يې په کابل کې انديښنې راولاړې کړې دي .

دافغانستان او پاکستان امنيتي حالت په دواړو هيوادونو کې له يو بل سره تړلى بلل کيږي ځکه چې دغه دواړه هيوادونه اوږده پوله لري او چارواکو يې هم په خپلو هيوادونو کې د ناامنيو د څپو د خپريدو تر شا د لاس لرلو شک پر يو بل کړى دى.

افغانستان کې دا باور ډير شوى دى چې دې بريد يو ځل بيا د افغان شنونکو پر دې خبره د تصديق ټاپه ولگوله چې هغه هيواد دطالب پلوه اورپکو د مرکزونو پر ريښو اوښتى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت