|
پاکستان : پر وخت ټاکنې ناشوني دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د انتخاباتو کميسيون وايي دا خبره ناشونې ښکاري چې په دغه هيواد کې دې پارلماني ټاکنې له پخواني مهال وېش سره سمې پر وخت وشي . دغه ټاکنې د جنوري په ٨ نېټه کيدونکې وې . د پاکستان د انتخاباتو کميسيون وړمه ورځ ويلي و چې د سه شنبې په ورځ به د ټاکنو د ترسره کيدو پر باب خپله پريکړه اعلانوي . خو د کميسيون چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې له سياسي گوندونو سره تر سلا مشورو وروسته به خپله پريکړه د چارشنبې په ورځ ( د جنوري ٢ ) اعلانوي . د پاکستان دوو لويو حکومت مخالفو گوندونو واردمخه غوښتي دي چې ټاکنې دې پر خپل وخت وشي . دوى په دې باور دي چې د ټاکنو ځنډول د ولسمشر مشرف او د هغۀ د ملاتړي گوند په گټه دي . دغو گوندونو خبردارى ورکړى دى چې که ټاکنې وځنډيږي نو دوى به په مظاهرو لاس پورې کړي . په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريالان په دې باور دي چې ښايي دغه ټاکنې تر څو اوونيو پورې وځنډيږي . د دغو پارلماني ټاکنو لپاره چمتووالى او د کانديدانو له خوا منډې ترړې تر هغه وروسته خرابې شوې چې پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو د دسمبر په ٢٧ نېټه په پينډۍ کې ووژل شوه . د اغلې بوټو تر وژنې وروسته په ټول پاکستان کې تاوتريخوالى وليدل شو چې په لسگونو کسان يې ووژل او د چارواکو په وينا يې دولتي شتمنيو ته په سلگونو ميليونه ډالره تاوان واړاوۀ . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان پيپلز گوند : ټاکنې مه ځنډوئ31 دسمبر, 2007 | نړۍ پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||