|
پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان حکومت القاعده د بينظير بوټو پر وژنه تورنه کړې ده.د کورنيو چارو وزارت يو وياند وويل ، دوى داسې استخباراتي اسناد لري چې ښيي دغه ډله د بريد تر شا ولاړه ده. دې وياند همداراز وويل چې بينظير بوټو پر ډزو نه ده وژل شوې بلکې هغه مهال چې دې هڅه وکړه چې ښکته کيني سر يې د گاډي په چت ولگيده. زموږ ددفاعي او امنيتي چارو خبريال راب واټسن : دپاکستان حکومت وار له مخه القاعده او طالبان د بينظير بوټو پر وژنه تورن کړي دي .اوس حکومت وايي چې دوى اسناد لري . د کورنيو چارو د وزارت وياند جاويد اقبال چيمه خبريالانو ته وويل، حکومت د بينظير بوټو له وژنې لږ وروسته يوه پټه مکالمه ثبت کړه چې په هغې کې د اورپکو يو مشر چې ده بيت الله مسعود وباله د بريد لپاره مبارکي ورکوي. مسعود په تيرو وختونو کې ددواړو پاکستان او لويديځ داستخباراتي څانگو له خواپه سوېلي وزيرستان کې ديو وتلي طالب پلوه قومندان په توگه ښودل شوى دى چې له القاعدې سره نژدې اړيکي لري. دراپورونو له مخې په تيرو وختونو کې هغه ډيرې لاپې وهلې وې که بېنظير بوټو له جلاوطنۍ څخه راستنه شوه نو دى به يې هرکلى پر ځانمرگي بريد وکړي. بې له شکه پرالقاعدې او ددې پرملاتړو تر ټولو زيات شک کيږي ځکه چې دوى د لويديځ پلوې ميرمن بوټو د نظر په وړاندې خپله کرکه ښولې وه او دوى له ډيرې مودې راهيسې غواړي چې پاکستان بې ثباته کړي که رښتيا هم د بينظير بوټو وژنه د القاعدې کار وي نو له هغې وروسته چې دغه ډله له افغانستان څخه وتيښتده او په قبايلي سيمو کې بيا ځان ښکاره کوي، دابه يوه ترخه يادونه وي چې القاعده ډله په پاکستان کې بيا راپورته کيږي . خو هغه څه چې اسناد يې وړاندې کوي ،داغلې بوټو ملاتړ کونکي يې نه مني چا چې حکومت پر ډيرې لږې امنيتي پاملرنې او يو څه مداخلې تورن کړى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ بوټويې دپلارترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه28 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته28 دسمبر, 2007 | نړۍ دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||