|
دپاکستان ورځپاڼې:بوټو له مرگ سره تندر راپريوته | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دې نېشن په نوم ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې ويلي چې د مېرمن بوټو وژنې هيواد له داسې حالت سره مخ کړى لکه تندر چې راپرېوتى وي. ورځپاڼې هغو تاوتريخوالو ته اشاره کړې چې له دې وړاندې د بوټو کورنۍ زغملي دي. ورځپاڼه زياتوي په کوم برخليک چې ددې پلار او وروڼه اخته شوي وو ددې لمن يې هم ونيوله . وړاندې بيا ورځپاڼې له بنسټپالنې سره د پاکستان ستونزې ته کتنه کړې ده. ورځپاڼه ليکي په دې اړه بايد ولسمشر پرويز مشرف ځواب ووايي چې څنگه د خطرناکو بنسټپالوډلو اغيز ډير شوى دى ،په ځانگړي ډول له هغې وروسته چې نوموړي له امريکا سره د ترهگرۍ په وړاندې تش په نامه جگړه کې يو ځاى شوى. يوه بله پاکستانۍ ورځپاڼې دې نيوز د(( په مخه ښه بينظير بوټو)) تر سرليک لاندې ليکنه کړې. ورځپاڼه وايي چې د ميرمن بوټو مړينې ټول سياسي حالت څپڅپانده او په خونړيو دوړو کې راگير کړى دى. د ورڅپاڼې په باوربې له شکه دې مړينې د هيواد د تاريخ يوه دوره لړزولې ده. ډېلي ټايمز ورځپاڼې هغو انگيزو ته کتنه کړې ،کوم چې د ورځپاڼې په باور د بينظير بوټو د مرگ تر شا و. ورځپاڼه زياتوي چې ددې وژنې مقصد ښايي دا وي چې تاوتريخوالى او ناارامي رامنځ ته شي او په راتلونکې جنوري کې کېدونکې ټاکنې وځنډول شي. د ورځپاڼې په باور مېرمن بوټواو د هغې قربانۍ ته د درنښت او احترام ښودولو يوازينۍ لاره به دا وي چې هيواد بيرته ډيموکراسۍ ته راوگرځي او ددې لپاره لومړى گام د ازادو او بې پرې ټاکنو تر سره کول دي. | ورسره تړلي نور خبرونه دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ بوټويې دپلارترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغلې بوټوتابوت پلرني ښار ته ورسيد28 دسمبر, 2007 | نړۍ داغيزمنې مشرې وژنه اودپاکستان راتلونکى28 دسمبر, 2007 | نړۍ کرزي د بوټو پر مرگ خپگان وښود27 دسمبر, 2007 | نړۍ وروستۍ ورځ:دبوټو وروستي انځورونه 27 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||