BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:38 گرينويچ 2008 ,02 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان ټاکنې د فبروري تر ١٨ وځنډول شوې
پاکستان
د بېنظير بوټو تر وژنې وروسته په ټول پاکستان کې تاوتريخوالى وليدل شو
د پاکستان د انتخاباتو کميسيون اعلان کړى دى چې پارلماني ټاکنې يې ځنډولي دي .

دغه ټاکنې د جنوري په ٨ نېټه کيدونکې وې خو اوس د انتخاباتو کميسيون وايي چې د فبروري په ١٨ نېټه به ترسره کيږي .

د انتخاباتو د کميسيون مشر قاضي محمد فاروق يوۀ خبري کانفرانس ته په اسلام اباد کې وويل دا پريکړه يې د هغو تاوتريخواليو په رڼا کې کړې ده چې په تيرو وروځو کې وليدل شوه .

په پاکستان کې د دسمبر په ٢٧ نېټه پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو ووژل شوه چې د هغې تر وژلو وروسته په ټول هيواد کې تاوتريخوالى وشو .

ښاغلى فاروق وايي د رايو ډير مرکزونه ويجاړ شوي او د رايه اچونې پاڼې سوځول شوې دي .

د پاکستان پېپلز گوند او د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليگ گوند واردمخه غوښتنه کړې وه چې دغه ټاکنې ونه ځنډوي .

د دغو حکومت مخالفو گوندونو ادعا ده چې که ټاکنې وځنډيږي نو واکمن قايد اعظيم مسلم ليگ گوند ته به د درغليو موقعې په گوتو ورشي .

ولسمشر مشرف نن ( چارشنبې د مرغومى ١٢ د جنوري ٢ ) ماښام هيوادوالو ته وينا کوي او تمه ده چې د ټاکنو د ځنډ په باب رڼا واچوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت