|
راولپنډۍ کې ځانمرگي بريد اووه کسان ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پېنډۍ ښار کې پوځي مرکز سره نژدې د پوځ د طبي کارکوونکو په يو بس ځان وژونکي بريد کې لږ تر لږۀ ٦ کسان وژل شوي دي . پوليس بريد کې د ٤ کسانو د وژل کيدو تاييد کړى ولې آزاد ټيلي ويژني چېنلونو د مړو شمير ٨ ښودلې دى. پوليسو وويل چې په موټر سايکل سپور يو کس د پاکستاني پوځ د طب د څانګې بس سره نن سهار ( دوشنبې د فبروري ٤ ) هغه وخت وجنګاوۀ چې کار کوونکي مرکز ته روان وو. د پوځي روغتون سرچينو وويل چې د چاودنې په نتيجه کې ٢٠ څخه زيات کسان ژوبل شول . هيچا تر اوسه د چاودنې پړه په غاړه نه ده اخيستې ولې د کورنيو چارو وزير حامد نواز خان وويل کيداى شي چاودنه د پاکستاني طالبانو تحريک د مشر بيت الله ميسد لخوا شوې وي . له چاودنې وروسته پوځ ټولې لارې وتړلې او خبريالانو ته يې هم د چاودنې ځايې ته د ورتلو اجازه ورنه کړه. د چاونکي موادو ماهرينو وويل چې چاودنه کې اووه کيلو ګرامه مواد استعمال شوي دي . تيرو څو مياشتو کې پېنډۍ کې ، چې د پوځ لوى مرکز لري ، د استخباراتي ادارې او د پوځ بسونه په نښه شوي دي . پخوانۍ لومړۍ وزيره بې نظير بوټو پېنډۍ ښار کې د دسمبر په ٢٧ مه د ډزو او ځان وژونکي بريد په نتيجه کې وژل شوې وه. پاکستان کې بمي چاودنې په داسې حال کې زياتې شوي چې هېواد کې پارلماني انتخابات د فبروري په ١٨ مه کيدونکي دي . د پېنډۍ له تازه بريد وروسته ولسمشر پرويز مشرف د امنيتي ادارو د جگپوړو چارواکو يوه بېړنۍ غونډه راوبلله. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستاني پوليسو يو ځانمرگى ونيو03 فبروري, 2008 | نړۍ د القاعده ډلې يو لوړ پوړى مشر ووژل شو01 فبروري, 2008 | نړۍ ''مشرف د جمهوريت په جامه کې دکتاتور''02 فبروري, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||