|
پاکستاني پوليسو يو ځانمرگى ونيو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني چارواکي وايي پوليسو د پېښور په شمال لوېديځ نارامه ښارگوټي کې يو شکمن ځانمرگى ونيو او د دوو نورو په لټه هم دي. چارواکي وايي نيول شوى ځانمرگى د دېره اسماعيل خان د عبدل خېل کلي اوسېدونکى دى او داسې گومان کېږي چې پر طالب پلوه ملا مولانا فضل الرحمن د بريد لپاره روزل شوى دى. په سيمه کې د پوليسو مشر سرفرازخان وايي چې پوليسو يو شکمن ځانمرگى بريد کوونکى نيولى دى. د پوليسو مشر وايي:'' نن ( يکشنبې، د جنورۍ ٣) زموږ پوليسو يو شکمن ځانمرگى بريد کوونکى ونيو او ددوه نورو شکمنو ځانمرگو بريد کوونکو په لټه کې دي.'' په تېره مياشت کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د نانيول شوو اورپکو شمېره ورځ په ورځ زياتىږي چې له امله يې د پاکستان د راتلونکې فبرورۍ مياشتې د ١٨ نېټې ټاکنو نړيوال هم اندېښمن کړي دي. نوموړي پوليسو ته ويلي وو چې گواکې د پاکستان د پخوانۍلومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په وژلو کې لاس درلود. د واشنگټن او اسلام اباد لخوا د پاکستاني اورپکو مشر بيت الله محسود د بېنظير بوټو په وژلو تورن بلل شوى. خو نوموړى بيا دا ډول تورونه ردوى. تېر زيږديز کال په پاکستان کې تر ٥٠ زيات ځانمرگي بريدونه شوي چې لږ ترلږه ٨٠٠ خلک پکې وژل شوي دي. خو د پاکستان حکومت په ټولو داډول پېښو کې د بيت الله محسود ډله تورنه بولي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ډيورنډ پرکرښه جگړه کې دوه ماشومان وژل شوي13 مۍ, 2007 | خبرونه د پاکستان پوځ د وسله والو تر گوزارونو لاندې19 سپتمبر, 2007 | خبرونه په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره نښتي05 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||