|
د ډيورنډ پرکرښه جگړه کې دوه ماشومان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې پر گډه پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ، د چارواکو په وينا، په جگړه کې د افغانستان لورې ته دوه د ښوونځي ماشومان وژل شوي او درې ټپيان دي. په کابل کې د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي خبريالانو ته وويل د افغان پوله ساتونکو پوليسو څخه هم درې تنه د ځاځيو د سيمې په گوې سيمه کې د جگړې په ترڅ کې ټپيان شوي. د پکتيا والي رحمت الله رحمت وايي پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې د پوستې جوړول غوښتل، چې افغان پوليسو يې د مخنيوي هڅه وکړه او سهار جگړه پيل شوه. والي رحمت الله وويل د دوو ماشومانو له مړينې سربېره، يو سيمه ييز روغتون هم د پاکستاني پوځ په ډزو لگېدلى او زيانمن شوى. هغه وويل پاکستانى پوځ پر افغان لورې درنې وسلې کاروي. ښاغلي رحمت وويل په کابل کې يې له چارواکو سره خبره کړې چې اسلام اباد ته د دغې پېښې لامله رسمي اعتراض وړاندې کړي. په کابل کې د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي هم په دې اړه خبريالانو ته وويل چې پاکستاني ځواکونو لومړى يو په يو پر افغان پوليسو د درنو وسلو گوزارونه پيل کړل. هغۀ وويل گڼ شمېر سيمه ييز اوسېدونکي له ډولونو او بيرغونو سره سيمې ته راوتلي چې غواړي د پاکستاني ځواکونو په ضد په جگړه کې برخه واخلي.
خو پاکستاني چارواکي بيا افغان ځواکونه پر 'تېري' کولو تورنوي او د جگړې دليل د پاکستان په خاوره کې، د دوى په خبره، د افغان پوځ لخوا د مورچو جوړول گڼي. د پا کستان د قبايلي سيمې کرم ا يجنسۍ يوۀ لوړ پوړي حکومتي چارواکي صا حبزاده محمد انيس بې بې سې ته ويل چې د دواړو ځواکونو تر منځ په نښته کې د پاکستان د کرم مليشه په نامۀ د دوى د امنيتي ځواکونو درې سرتېري ټپيان شوي. ښاغلي صاحبزاده د ا فغان ملې پوځ لخوا د پا کستان غاړې ته مورچه کېندل د جگړې اصلي لامل وباله. هغه زياته کړه چې ځايي چارواکو يوه ډله د شخړې په هوارې بوخته ده، چې تمه ده ژر به غوڅه شي. هاخوا د څنگلوري پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ناټو او افغان ځواکونه وايي چې په دوو جلا عملياتو کې يې په لسگونو وسله وال طالبان وژلي. په سويل ختيځ کې د ناټو وياند جگړن کو ردي وايي دوى ته د طالبانو لس مړي په لاس ورغلي، خو نور د دوى ژوندو ملگرو له ځان سره وړي. د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک وويل د طالبانو مرگ ژوبله خورا لوړه ده، خو دوى خپل مړي د پاکستان قبايلي سيمو ته اړولي. پکتيا او پکتيکا دواړه د افغانستان له نارامو ولايتونو څخه دي، چې په دې وروستيو کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي او نښتو شاهدان دي. | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان له افغان سرتيرو سره د نښتې سپيناوى وکړ20 اپريل, 2007 | خبرونه پاکستان: پر کرښه مو د اغزن تار يو پړاو بشپړ کړ10 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: پر پولوکټارې نه منو20 سپتمبر, 2005 | خبرونه دافغانستان او پاکستان په پوله باندې د کټارې غوښتنه 13 سپتمبر, 2005 | خبرونه د پولې په اوږدو کې کړکېچ به دايتلافى ځواکونو پوځيان هوارکړى05 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||