BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:38 گرينويچ 2007 ,20 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان له افغان سرتيرو سره د نښتې سپيناوى وکړ

پوله
د ولسمشر مشرف له خوا د ډيورنډ پر کرښه د ازغن تار پر غځولو کابل او نړيوالې ټولنې منفي غبرگون وښود
د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال وحيد ارشد وايي افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ لومړى په پاکستاني پوله ډزې وکړې .

کابل کې د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر اعظيمي بي بي سي ته وويل نښته وروسته تر هغې وشوه چې پاکستاني سرتيرو د شپې پر مهال د پاکستان د انگور اډې او د افغانستان د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ تر منځ اغزن تار وغځاوۀ.

افغان چارواکي وايي چې د پنجشنبې پر سهار افغان سرتيري د اغزن تار د ټولولو په موخه سيمې ته ورسيدل چې پاکستانيو سرتيرو پرې وسله وال بريد وکړ له بلې غاړې افغان ځواکونو هم د بريد ځواب په بريد سره ورکړ.

د پاکستان د پوځ وياند يوۀ شخصي ټيلي ويژن ته وويل چې افغان ځواکونو په پاکستاني سيمه کې ګولۍ وورولې چې پاکستانى پوځ د دغه ډزو جواب ورکړ او دا چې په نتيجه کې يې افغان ځواکونه پشاه شول .

افغان غاړې يوازې دومره ويلي دي چې په نښته کې له سپکو وسلو کار اخيستل شوى دى او څوک پکې نه دي ژوبل شوي .

د پاکستاني پوځ وياند زياته کړه چې دوى درې اړخيزه کميسيون د پېښې څخه خبر کړى دى په دغه کميسيون کې د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو سره سره د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه هم شامل دي .

د يادونې وړ ده چې پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف د روان کال په لومړيو کې د پولې په پنځه ديرش کلوميټرۍ کې د آزغن تار د لګولو اعلان کړى و.

افغانستان د پاکستان د دې ګام په کلکه مخالف دى او وايي چې دا به د پولې دواړو غاړو ته پراتۀ قومونه سره وويشي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت