BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:20 گرينويچ 2007 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا د ډيورند پر کرښه د ماينونو په اړه له پاکستان سره غږيږي

د ډيورند کرښه
اسلام اباد پر پوله دماينونو او اغزن تار دغزولو کار دترهگرى سره دمبارزې په ډگر کې مهم گام بولي، خو کابل ورسره کلک مخالفت ښولى او داېې د کورنيو او قومونو د بيلتون هڅه بللې
د امريکې دمتحدو اېالتونو د بهرنيو چارو دوزارت مرستيال ريچارډ بوچرپاکستاني چارواکوسره د خبرو لپاره د پاکستان قبايلي سېمو ته روان دى.

دى به هلته له سېمه ېېزو قومي مشرانو سره داسلام اباد لخوا پر پوله دماينونو د ښخولو او اغزن سېم دغزولو په کړکيچنې طرحې خبرې وکړي .

ښاغلى بوچرپر داسې مهال له افغانستانه ليدنه او د ډېورنډ پر کرښه له پاکستاني چارواکو سره دخبرو لپاره سېمې ته راغلى چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ لفظي شخړو زور اخېستى .

ويل کيږي چې پر دغه موضوع د دواړو گاونډيو هېوادونو ترمنځ وروستيو ناندريو د امن د سېمه ېېزې جرگې خبرې تر اغيزې لاندې را وستي .

سره له دې چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله د ماينونو د اېښودو او اغزن تارپه غزولو ټينگار کوي د امريکې متحدواېالتونو پر دغه موضوع دخبرو لپاره را دانگلي .

ددغه هېواد دبهرنيو چارو مرستېال وزير ريچارد بوچر وايي سره له دې چې د پاکستان دغه پريکړه نه ده وروستى شوې ، خو په راتلونکو ورځو کې به په همدې موضوع له پاکستاني چارواکو او قبايلي مشرانو سره له نژدې خبري وکړي .

دا لومړى لوړ پوړى امريکاېي چارواکى دى چې له افغان چارواکو سره تر لېدنې وروسته غواړي پر دغې موضوع له پاکستاني مشرانو او د ډيورنډ دهغې غاړې له قومي استازو سره مخامخ خبرې وکړي .

ښاغلي بوچر په کابل کې خبرېالانو ته وويل چې هېواد ېې دترهگرى په وړاندې د مبارزې له اړخه د پاکستان له هڅو ملاتړ کوي .

اسلام اباد پر پوله دماينونو او اغزن تار دغزولو کار دترهگرى سره دمبارزې په ډگر کې مهم گام بولي، خو کابل ورسره کلک مخالفت ښولى او داېې د کورنيو او قومونو د بيلتون هڅه بللې .

دوه اونۍ وړاندې افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير په کابل کې په يوه گډه ناسته کې د خپلو هېوادونو په هوډ ټينگار وکړ. ځينې رپوټونه وايي چې اسلام اباد د ډېورنډ پر کرښه د ماينونو د غزولو او اغزن تار د لگولو لپاره لومړنۍ هڅې پيل کړي .

خو دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزېر دخپل کاناډايي سيال سره يوه گډ خبري کنفرانس ته په ډاگه کړه چې هېواد به ېې پردغې موضوع له سره کتنه وکړي .

تېره ورځ افغانستان دملگرو ملتونو دامنېت له شورا نه په دغه جنجالي موضوع کې د ورگډېدو غوښتنه وکړه او په استول شوي ليک کې پر پاکستان ددغه هوډ له کبله کلکې نېوکې شوي .
د اسلام اباد له دغه پلان سره پر افغانستان سربېره د پاکستان په دننه کې هم مخالفت ښول شوى . او له دغه پلان نه ډول ډول انگېرنې شويدي .

ريچارډ بوچر له کابله د خپلې لنډې لېدنې پر مهال له ولسمشر حامد کرزي او لوړ پوړو افغان چارواکو سره دامن د سېمه ېېزو جرگو په اړه هم بحت وکړ چې په کابل او اسلام اباد کې ورته تېارى نيول کيږي .

ښاغلي بوچر دا ډول جرگې د سېمه ېېز امنېت لپاره گټورې وبللې او پر دغه موضوع ېې له پاکستاني چارواکو سره دخبرو کولو يادونه وکړه .

ويل کيږي چې نژدې راتلونکي کې به افغان ولسمشر هم پاکستان ته سفر وکړي چې کيداى شي د خبرو اترو اجنډاېې په همدغو وروستيو کړکيچونو له پاکستاني مشرانو سره خبري وي خو تردې دمه ددې سفر پوره جزئېات نه دي معلوم.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت