BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:27 گرينويچ 2006 ,28 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى: په پوله دېوال وروڼه سره جلا کوي

کرزى
ولسمشر کرزي وويل دا د دوى حق دى چې پر پوله د ماين ښخولو مخالفت وکړي
ولسمشر حامد کرزى وايي دوى حق لري چې د ډيورنډ پر کرښه د پاکستان له لورې د ماين ښخولو يا دېوال جوړولو مخنيوى وکړي .

په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت افغان ولسمشر وويل د دغې پاکستاني پريکړې دمخنيوي لپاره به په سوله ېېز ډول په نړېواله کچه منډې ترړې وکړي .

پاکستان د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ډيورنډ پر کرښه يې د ماين ښخولو يا دېوال درولو پريکړه کړې ده چې د دوى په وينا د ترهگرو د اوښتو را اوښتو مخه ډب کړي .

ملگرو ملتونو هم په خپل غبرگون کې ويلي چې ماينونه د مسايلو حل لاره نه پيدا کوي .

د افغانستان د بهرنيو چارو او دفاع له وزارت ، له ملگرو ملتونو او د پاکستاني سياسي او مذهبي گوندونو تر مخالفت وروسته اوس افغان ولسمشر هم د اسلام اباد د هغې پريکړې مخالفت وکړ چې وايي د ډيورنډ په کرښه به ماينونه ښخوي او يا به دېوال پرې دروي .

د ولسمشرۍ دفتر کې رابلل شوي خبري کانفرانس ته حامد کرزي څرگنده کړه چې د خبرواترو له سوله ېېزې لارې به د دې کار مخه نيسي او له نړېوالې ټولنې سره به په دې اړه خبرې کوي .

 ولسمشر کرزي دا ونه ويل چې که دغه هڅې يې بريالۍ نه شي نو بل گام به يې څه وي

دۀ دا ونه ويل چې که دغه هڅې يې بريالۍ نه شي نو بل گام به يې څه وي . افغان ولسمشر وويل پاکستان په دې کار د ترهگرۍ مخه نه شي نېولاى .

ښاغلي کرزي دا د کورنيو او قومونو د بېلولو هڅه وبلله . ده د ډيورڼد دهغې بلې غاړې خلک خپل وروڼه وبلل .

حامد کرزي دترهگرۍ او اورپکۍ دمخنيوي لپاره دجرگوجوړېدل تر ديوال او ماينونو ډېر اغېزمن وبلل .خو له خبرو يې داسې ښکاره شوه چې د امن د سېمه ېېزې جرگې د سملاسي جوړيدو امکان هم کم ويني .

د اسلام اباد له لورې د دغې پريکړې له اعلان سملاسي وروسته په کابل کې د پاکستان پر دغۀ عمل بيلا بيل شکونه ښکاره شوي دي .
د دفاع وزارت دا گام د هغې روانې جگړې يوه برخه گڼي چې د دوى په وينا اسلام اباد پيل کړې ده .

د بهرنيو چارو وزارت يې د سيمې د امن و سوکالۍ د کيدونکې جرگې په درشل کې يو خنډ بولي .

سياسي شننونکي بيا دا د هغې هڅې يوه برخه يادوي چې د دوى په وينا پاکستان پرې د ترهگرو د نه مخنيوي د پړې گوته له ځانه ليرې کوي .

که څه هم د کابل دغو پرله پسې غبرگونونو ته اسلام اباد لا تر اوسه څه نه دي ويلي خو که د ولسمشر کرزي له يادونو سره سم د نړيوالو پښه هم په دې مسالې کې ښکيل شي ښايي له پولې پورې غاړې سکوت مات کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت