|
م م: په پوله ماين او دېوال مسايل نه حل کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگري ملتونه نه يوازې اسلام اباد د نويو ماينونو له ښخولو راگرځوي بلکې دا هم ورته وايي چې دغه عمل به د دوى په وينا د ترهگرۍ مخه ونه نيسي . پاکستان د سه شنبې په ورځ هغه پريکړه اعلان کړه چې په تيرو څو کلونو کې يې يوازې د يوۀ نظر په ډول مطرح کوله . د اسلام اباد په وينا افغانستان ته او له هغه ځايه پاکستان ته د ترهگرو د اوښتو را اوښتو لار پر پوله د ماينونو ښخول او يا د يوۀ دېوال درول دي . په شاوخوا ٢٥٠٠ کيلومتره اوږدې پولې باندې دېوال جوړول د ډيرو په گومان د اسلام اباد له وسه پوره نه ده . همدا دليل دى چې ملگري ملتونه يې اندېښمن کړي او دا ويره لري چې په دغه پوله پاکستاني پوځ ماينونه ښخ نه کړي . په کابل کې د يوناما يوۀ وياند حليم صديقي بي بي سي ته د خپلې اندېښې دليل ووايۀ : (( زموږ اصلي اندېښنه دا ده چې د دغو ماينونو قربانيان به بې گناه ملکي کسان وي . يوې بلې خبرې ته هم بايد پام وکړو ، افغانستان ته د ترهگرو د را اوښتو په مخنيوي کې يوازې د پولې مساله نه ده بلکې د دواړو هيوادونو ترمنځ پراخه همکاري پکار ده . )) ملگري ملتونه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شريکول او نژدې پوځي همکاري د مسايلو د حل په لاره کې مهم گڼي . دغه راز دوى د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ د تاويلو ما ويلو روانې لړۍ ته د پاى ټکى غواړي . د ملگرو ملتونو په وينا ترهگري د دېوالونو په جوړولو او د ماينونو په ښخولو پاى نه مومي . افغان چارواکي هم په همدې نظر دي . په کابل کې د سياسي چارو شنوونکي وايي د لويديځ ډيريدونکى فشار اسلام اباد اړ کړى چې د مسايلو حل ته د دوى په وينا افراطي گام واخلي . پاکستاني چارواکي دغه پريکړه د ترهگرو د اوښتو را اوښتو د مخنيوي په لار کې خپله يوه بله هڅه بولي . خو ملگري ملتونه وايي چې دغه هڅه تر گټې تاوان ډير لري . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل : پر ډيورنډ کرښه دېوال ولسونه بېلوي26 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو : د جگړو يو دليل د سويلي سيمو بې وزلي ده27 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||