BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:28 گرينويچ 2006 ,26 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل : پر ډيورنډ کرښه دېوال ولسونه بېلوي
اسلام اباد او کابل
اسلام اباد او کابل په تيرو پنځو کلونو کې هيڅکله هم د ډيورنډ پر کرښه د دېوال درولو يا ماين ښخولو پر موضوع يوه خولۀ نه شول
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې له افغانستان سره يې په پوله د ماين ښخولو يا دېوال درولو پريکړه کړې ده .

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال رياض محمد خان خبريالانو ته وويل :
(( د پاکستان پوځ ته دنده سپارل شوې چې پر دوو دوو وړانديزونو غور وکړي . ))

ښاغلي رياض محمد خان هيله وښووده چې له دې گام سره به له پولې د ( ناقانونه ) اوښتنې يا را اوښتنې مخنيوى وشي .

دۀ زياته کړه :

(( پريکړه داسې شوې چې د ٢٤٠٠ کيلومتره اوږدې پولې پر ځينو ټاکل شويو ځايونو کې يا دېوال ودرول شي او يا هم پکې ماينونه ښخ شي . دغه پوله ٧٠٠ داسې برخې لري چې خلک ترې اوړي را اوړي . ))

د يوې پوښتنې په ځواب کې پاکستاني مامور وويل پر دغې پولې باندې غير عادي حالت ته په پام سره د دۀ په وينا دغه ډول غير عادي گام ته اړتيا شته .

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي رياض محمد خان وويل چې د ماينونو ښخول اسانه دي خو دېوال به ډير لگښت وغواړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين له بي بي سي سره په مرکه کې د ماينونو ښخول په دې رد کړل چې افغانستان د اوتاوا د ماينونو ضد تړون لاسليک کړى دى .

د ښاغلي بهين دريځ دا و چې ماينونه او دېوالونه د ډويورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پرتې کورنۍ او ولسونه سره وېشي .

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د اسلام اباد دغه گام د سيمې د سولې او سوکالۍ د کيدونکې جرگې په درشل کې د دۀ په وينا يو منفي عمل وبالۀ .

د دغې جرگې وخت او ځاى لا تر اوسه نه دى معلوم خو کابل څو ځلي پر پاکستان غږ کړى چې د دغې جرگې لپاره خپل چمتوالى چټک کړي .

ولسمشر کرزي په واشنگټن کې له ښاغليو بوش او مشرف سره په ليدنه کې د دغې جرگې وړانديز کړى و چې منل شوى و .

د ډيورنډ پر کرښه د دېوال يا ماين ښخولو په باب اسلام اباد څو ځلي په تيرو پنځو کلونو کې وړانديزونه کړي دي خو هر ځل افغان چارواکي نه دي منلي .

دا ځل توپير دا دى چې اسلام اباد په خپلو خبرو کې ښکاره وايي چې دوى د دغه ډول يوۀ گام د پورته کولو پريکړه کړې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت