|
ناټو : د جگړو يو دليل د سويلي سيمو بې وزلي ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک ناتو د تړون چارواکي وايي ار زونې يې ښيي چې د دغه هيواد په سويل او ختيځ کې د بې امنيو زياتوالى ، دغلته د بيوزلۍ او خوارۍ له زياتيدو سره تړاو لري . د تر هگرۍ او وسله والو مخالفانو په وړاندې ، د ناتو په مشرۍ د لسگونو زرو نړيوالو ځواکونو د سختو او دوامدارو عملياتو د پر مخ بيونې او وسله والو طالبانو ته د درنو مرگ ژوبلو د اوښتو له ادعاو و سره سره ، د امنيت خوندې کول ، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو په وړاندې د ېوې سختې ننگونې په توگه پر ځاى پاتې دي. د ناتو ځواکونو ملکي وياند مارک ليتي چې روان ميلادي کال کې ددغو قواوو په وروستي خبري کانفرانس کې وينا کوله ، وويل چې ځواکونه به يې په نوي ( ٢٠٠٧ ) کال کې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو د بريدونو سره د مقابلې په تړاو له جدي ننگونو سره مخامخ شي . ښاغلى ليتي وايي ډېرې دغه ننگونې به د افغانستان په سويل او ختېځ کې وي ، خو ټېينگار کوي چې دوى پوره تيارى لري چې له دغو ننگونو سره مقابله وکړي . (( موږ پو هيږو چې نوى کال به آسانه کال نه وي او د ځينو ننگونو سره به مخامخ شو . خو زه ډاډ لرم چې د خلکو ملاتړ لرو ، د طالبانو په پرتله سمبال او پياوړي يو او کولى شو چې په بري سره خپلې اړوندې چارې پر مخ بوځو .د دغو ننگونو له وړاندوينې سره جوخت ، د هغو په وړاندې د مقابلې شرايط مو هم چمتو کړي دي . موږ له خپلو ټولو متحدينو ، افغان حکومت او د افغانانو په ملاتړ په دې برخه کې هلي ځلي کوو . )) ښاغلي ليتي ، د افغانستان په سويل او ختيځ کې د بې امنيو زياتېدل ، دغلته د خوارۍ او بيوزلۍ او بې روزگارۍ پايلې وبللي . د ا هغه څه دي چې د دغو سيمو خلک هم ترې شکايت کوي او پر دولت او نړيوالې ټولنې نيوکه کوي چې دې مسالې ته يې اړينه پاملرنه نه ده کړې . د کندهار يو اوسيدونکي حبيب الله ددې يو لامل چې دده په وينا ، طالبانو ليکو ته يې د يو شمير ځوانانو د ورتلو زمينه برابره کړې ده هم همدا بولي . د هيواد په سويل او ختېځ کې ميشت ډيرى خلک له نړېوالو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغې ستونزې د لرې کولو لپاره ، ددغو سيمو بيارغونې ته پاملرنه وکړي . د ناتو ځواکونو له دغو څرگندونوڅخه چې وايې په افغانستان او په تيره بيا سويلي او ختيځو سيمو کې ېوازې د پوځي عملياتو له لارې امنيت نه شي ټينگدلى ، داسې ښکارې چې هغوى غواړي چې د بيارغونې مسالې ته خپل پام ر اوړوي . نو له همدې کبله د ناتو وياند مارک ليتي غوښتنه کوي چې مرسته کونکي هيوادونه دې خپله ډيره پاملرنه ، بيارغونې ته راوگرځوي . | ورسره تړلي نور خبرونه اوونيز بحث: د بن د بهير د پيل نه پنځه کاله پوره شول 05 دسمبر, 2006 | خبرونه بې امنيتى د بيارغونې په وړاندې لويه ستونزه 20 دسمبر, 2006 | خبرونه د سويلي ولايتونو د بيا رغونې نوى پروگرام 18 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو: پنجوايي به بيا ودانه کړو09 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو : په پنجوايي کې پراخه بيا رغاونه کوو20 سپتمبر, 2006 | خبرونه حنيف اتمر: نړيوالې پيسې بايد دولت ولگوي25 جنوري, 2006 | خبرونه د بيارغاونې كارونو پرمختګ نه دى كړى03 دسمبر, 2005 | خبرونه څومره بيارغاونه شوېده ؟21 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||