BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بې امنيتى د بيارغونې په وړاندې لويه ستونزه

د افغانستان جنوب
د افغانستان د سويل څلور ولايتونه له پاکستان سره اوږده پوله لري چې يو شمير افغان چارواکي همدا په دغو ولايتو نو کې د ناراميو يو مهم دليل بولي.
د افغانستان په سويل کې د اورپکو فعاليتونو او بې امنيتى د خلکو ژوند او د بيارغونې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي دي. اداري اومالي فساد بله لويه ستونزه ده.

افغان چارواکي دبې امنيتى پړه پر هغو اورپکو اچوي چې ددوى په وينا د پاکستان له خاورې دغو سيمو ته اوړي .

خو د سويل يو شمير خلک پر دې سربيره حکومت هم پړ بولي چې ددوى په وينا ندى توانيدلى چې د فساد څخه پاکې اداراې جوړې کړي ، خلکو ته د کار او روزگار زمينه برابره او هغوى له بيوزلۍ څخه وژغوري .

زموږ همکار متين سمسور کندهار کې د هيواد د سويل د څلورو ولايتونو زابل ، ارزگان ، هلمند او کندهار له يو شمير خلکو سره د خبرو پر بنسټ په خپل يو راپور کې وايي :

د شپږ کلونو مخکې په پرتله ، د کندهار ښار په څيره کې راته ډير بدلون ښکاره شو . وروستى ځل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مې دغه ښار ليدلى وو . د جگړو په کلونو کې نړېدلۍ ودانۍ وېجاړې پرتې وې او د ښار په کنډو پر واټونو کې د موټرو د تگ راتگ څخه پورته شويو دوړو له کبله د ښار فضا سخته دوړنه او گردجنه وه .

خو اوس د ښار په منځ او شاوخوا کې د پراخو پخو واټونو دواړو غاړو کې دنگو لوړ پوړ يزو ودانيو ، سوداگريزو مرکزونو او پارکونو د هغه څيره تر پخوا ډيره ښکلې کړې ده .

کندهار
د کندهار ښار څيره په بدليدو ده

ډيرى ښاريان په ښار کې د بيارغونې شوي دغه کارونه ، د کندهار د پخواني او د ننگرهار د اوسني والي گل آغا شيرزوى ، د هلو ځلو پايله بولي .

اوس هم د ښار په منځ او مختلفو گوښو کې د ودانيو د جوړولو يو لړ کارونه ليدل کيږي چې ښاريان وايې شخصي کسان يې پر مخ وړي .
خو هغه څه چې ښار کې يې د بيارغونې کارونه ټنکني کړي ، د ښاريانو په وينا د ځانمرگو بريدونو څخه ويره ده .

که څه هم ويل کيږي چې د کندهار د نوي امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي په مټ په ښار کې امنيتي تدبيرونه زېات شوي ، خو څنگه چې د کندهار دغه درې تنه ښاريان وايې دنيول شويو امنيتي تدبيرونو سره سره دومره د خونديتوب احساس نه کوي .

کلک امنيتي تدبيرونه کولي شي چې تر يوه بريده د ځانمرگو بريدونو کچه ټيټه کړي ، خو څنگه چې يو شمير افغان امنيتي چارواکي وايې گران دي چې چورلټ يې مخه ونيول شي .

خو له ښار ه لرې په ولسواليو کې د ځانمرگو بريدونو تر څنگ ، پر حکومتي ادارو ، حکومتي او نړيوالو ځواکونو د وسله والو طالبانو مخامخو بريدونو هم امنيت له گواښ سره مخامخ کړى .

د پنجوايې د ولسوالۍ يو اوسيدونکى شاه محمد وايې وخت ناوخته د ناتو او افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو له کبله ، د سيمې خلک دده په وينا له سختو کړاوونو سره لاس اوگريوا ن دي .

د کندهار د زيړۍ په ولسوالۍ کې هم د ورته ستونزو خبره کيږې ، خو د ډنډ ، دامان ، بولدک او د کندهار په ځنو نورو ولسواليو کې خلک په پرتليز ډ ول امنيت ښه گڼي . شريف الدين او وزير خان ددغو ولسواليو دوه تنه اوسيدونکي ځانونه نيکمرغه گڼي چې ددوى په وينا په پاکستان کې د اوږدو کلونو کډوالۍ څخه وروسته خپلو مينو کې د خپلو دوستانو او عزيزانو تر منځ ژوند کوي .

خو د يو شمير نور کندهاريانو په څير دغلته د امنيت په تړاو څه ناڅه انديښمن دي . د کندهار په گاونډ د هلمند په ولايت کې امنيت ته و رپيښ گواښونه تر دې هم زېات گڼل کيږي . د برتانيې شاو خوا پنځه زره پوځيان دغلته د وسله والو طالبانو په وړاندې په عملياتو بوخت دي .

اورپکي طالبان
د افغانستان په جنوب کې د هيواد د نورو سيمو په پرتله د اورپکو طالبانو فعاليتونه زيات دي

خو له دې سره سره ، له سيمې څخه د راغلو راپورونو تر مخه ، ددغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې وسله وال طالبانو د پاى کپ په گړندو موټرو کې گرځي راگرځي او خپلې مذهبي ترانې اوري .

د ځنو هلمند والو په وينا د وسله والو طالبانو د پرله پسې گواښونو له کبله ، د زابل ، ارزگان او کندهار ولايتونو په څير د هلمند په يو شمير ولسواليو کې هم د لسگونو ښونځيو ورونه تړل شوي او ماشومان له زده کړې څخه بې برخې شوي دي . ښونکى عبدالرحمن وايې د امنيتي گواښونو له کبله کله ناکله فکر کوي چې بايد د ځان د خوندې کولو لپاره ، خپله دنده خوشي کړي .

د هلمند او کندهار سر بيره ، په سويل کې د زابل او ارزگان ډيرى خلک هم په يوه خوله ، بي امنيتي د خپلو سيمو او خلکو د ژوند لپاره تر ټولو ستر گواښ بولي . دوى ددې پړه پر هغو طالبانو اچوي چې په وينا يې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوړي .

د سويل دغه څلور ولايتونه له پاکستان سره اوږده پوله لري چې يو شمير افغان چارواکي همدا په دغو ولايتو نو کې د ناراميو يو مهم دليل بولي.
خو د بهرني فکټور تر څنگ ددغو ولايتونو يو شمير خلک دغلته د حا لاتو د خرابوالي يو لړ کورنيو فکټورونو ته هم گوته نيسي .

په ادارو کې ژور ادارې فساد خلک له حکومت څخه ناراضه کړي دي
د زابل يو اوسيدونکى : جان محمد

نوموړى وايې که سيمه يېزو ادارو کې بدلون رانشي ، د حکومت او خلکو تر منځ شته واټن به دده په وينا لاپسې زيات شي .
خو د ارزگان له ولايت څخه ولي خان د ځوانانو پراخه بې روزگاري د بې امنتيو يو بل لامل گڼي . دى باور لري چې له همدې کبله يو شمير ځوانان د طالبانو ليکو سره يو ځاى شوي دي .

خان پر حکومت او نړېوالې ټولنې او حکومت غږ کوي چې دغې ستونزې ته په کمه سترگه ونه گوري

همدارنگه د افغانستان سويل کې په سمه توگه د بيارغونې پيسو نه لگول او د خلکو د ژوند نه ښه کيدل ، هغه څه دې چې د ډير و په اند بې امنيتيو ته يې زمېنه برابره کړې ده . په تيرو پنځو کلونو کې په ملياردونو ډالره ، د افغانستان بيارغونې لپاره راغلي ، خو جمعه خان وايې د ډيرو خلکو په شخصي ژوند کې کوم ژور بدلون ندى راغلى .

پر دې سربيره دوى شکايت کوي چې سويل کې د سړکونو بيارغونې ته هم پاملرنه نده شوې . د کندهار اوسيدونکي بيا د برښنا له کمښت څخه شکايت کوي

په ټوله کې دا هغه ستونزې دي چې د افغانستان د نورو سيمو ډيرى خلک هم ترې شکايت لري . خو هغه څه چې په سويل کې د بيارغونې مسالې پورې اړه لري حکومت وايې د افغانستان د نورو سېمو په شان دلته يې هم د بيارغونې پروژو ته پا ملرنه کړې .
خو داچې ولي دغه پروژې په وخت ندې پلې شوي افغان ولسمشر ، دا په سېمه کې د بې امنيتيو له وجې بولي .

ښاغلى کرزى د سويل ددغو څلورو ولايتونو له سپين روبو او قومي مشرانو څخه غوښتننه کوي چې سيمو کې يې د بيارغونې د پروژو د پلي کولو لپاره ، امنيت ته ملاوتړي او دده په وينا ترهگرو او وسله والو طالبانو ته وخت ورنکړي چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته واوړي .

که څه هم چې د سميې خلک او مشران خپلو سيمو کې د امنيت په خوندې کولو کې مهم رول لوبولى شي ، خو د کار پوهانو په اند دا د حکومت او نړيوالې ټولنې دنده ده چې د هيواد په سويل او درست افغانستان کې د شته وو امنيتي ننگونو مقابله وکړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت