BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:27 گرينويچ 2006 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سويلي ولايتونو د بيا رغونې نوى پروگرام

افغانستان
کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان هغه څلور ولايتونه ښودل شوي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د پاليسۍ او عمل په نامه ډلې يې د پراخې بيا رغوونې تکل ښودلى .
افغان حکومت د ناکراره سويلي ولايتونو د بيا رغوونې لپاره نوى پروگرام مخې ته کړى . ولسمشر حامد کرزي پخپله د دغه نوي پروگرام د پلي کيدو لارښوونه کړې .

دغه پروگرام د حکومت په چوکاټ کې د پاليسۍ او عمل د ډلگۍ له لورې پلى کيږي. د بيا رغوونې د دغه پروگرام د پلي کيدو لپاره پر مرسته کوونکو هيوادونو د پيسو د ورکړې غږ شوى .

د پلان موخه د بيلا بيلو پروژو د مخې ته کولو له لارې د خلکو په ورځيني ژوند کې د څرگندو اسانتياوو راوستل دي . تمه ده چې د دغه پروگرام په پلي کيدو سره به په سيمه کې د اوسني تاوتريخوالي په کچه کې د پام وړ کمى راشي .

د افغانستان د سويلي ولايتونو د بيا رغوونې لپاره د دغه نوي مخې ته شوي پروگرام لومړني جزيات په کابل کې د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لورې د يوې خبر پاڼې په ترڅ کې ډاگيزه شوي.

په دې کې کندهار ، هلمند ، زابل او ارزگان هغه څلور ولايتونه ښودل شوي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د پاليسۍ او عمل په نامه ډلې يې د پراخې بيا رغوونې تکل ښودلى .

دغه څنگ په څنگ پراته څلور سره ولايتونه له څو مياشتو راهيسې د افغانستان تر ټولو ناکراره سيمه بلل کيږي . د لارو ، سړکونو ، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو ودانول او د اوبو رسوونې د پراخ سيستم د رامينځ ته کولو له لارې د کرنې او مالدارې د چارو له چټکې ودې سره مرسته د بيارغوونې د دغه پروگرام لوى ټکي ښودل کيږي .

دا لا نده معلومه چې په ټوله دغه پروژه به څومره لگښت راځي ، خو د مالي زيرمو د برابرولو لپاره پر مرسته کوونکو هيوادونو سربيره د افغانستان د ماليې وزارت ته هم لارښوونه شوې چې د هيواد په نورو سيمو کې د بيلا بيلو عواملو له مخې اوس مهال له ځنډ سره د مخامخ پروژو ټولې پيسې دې همدغه پروگرام ته بيلې کړي .

د امريکا ، برتانيا ، کاناډا او المان له لورې چې سفيران يې په کابل کې د پاليسۍ او عمل د ډلې غړيتوب لري هم د پراخو مرستو تمه کيږي .

د چارواکو په وينا نړيوال بانک او د اسيا پرمختيايي بانک هم د دغه پروگرام له پلي کيدو سره د مالي مرستو ژمنه کړې .

په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال ديويد ريچارد چې دى هم د پاليسۍ او عمل د دغې ډلې غړى دى ، لا له وړاندې پر نړيوالې تولنې غږ کړى چې د سيمې د ثبات لپاره پراخې مالي مرستې وکړي .

له لويه سره د سيمه يزي بيا رغوونې د دغه ځانگړي پروگرام موخه دا ده چې د دغو څلورو واړو ولايتونو د استوگنو د ورځيني ژوند په بيلا بيلو ډگرونو کې د پام وړ اسانتياوې راشي او له کبله يې د سيمې گيله من او ناراضه وگړي له طالبانو راستانه شي او حکومت ته مخه کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت