|
د بيارغاونې كارونو پرمختګ نه دى كړى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له پلخمري څخه ١٤٠ كيلو متره ليرې د اندراب درې د پل حصار ولسوالۍ ته روان يم . د سپرلۍ ګاډى په ويجاړ ، كنډو كپر سړك ډير ستونزمن سفر كوي . د خنجان له ولسوالۍ څخه تر پل حصاره پورې چې د اندراب درې، دريمه ولسوالۍ ده ، سړك ډير خرابه او كنډو كپر دى . د طالبانو په وړاندې جګړو كې د اندراب دره د طالب ضد ټلوالې يو مهم پوځي مركز وو. جګړو او نورو طبيعي پېښو نه يواځې ددې درې سړك ويجاړ كړى بلكې نور ډير اقتصادي زيانونه يې هم ورسولي دي . د اندراب درې د پل حصار ولسوالۍ دوه تنه راته خپلې ستونزې داسې بيانوي ((زمونږ ژوند خو وينې چې څه ډول دى . نه بيا رغاونه شته ،نه سړك شته ، نه كوم كلينك شته او نه هم كوم ښونځى . د تېر كال راهېسې د بيارغاونې كارونو هيڅ پرمختګ نه دى كړى .كارونه ټول ولاړ دي . سړكونه هيڅ نه دي جوړ شوي . له ٥٠٠ کلونو څخه وروسته كه دا جوړ شي . ددې ولسوالۍ توليدات غنم ، وريجې او مڼې دي . خلك يې مالداري هم كوي . ځاى اوسيدونكي وايي چې دا هرڅه ځكه اوس له خنډ سره مخ شوي دي چې دوى يې د پاللو اقتصادي وس نه لري . د بغلان والي هم ددغه ولايت په دولتي ادارو كې د بډې اخيستنه نه ردوي او ټينګار كوي چې په وړاندې يې پريكنده دريځ لري . والي علم راسخ وايي . ((تاسو يې په عملي توګه وينئ چې په دې ولسوالۍ كې د ناامنۍ او بډې اخيستنې له كبله د پوليسو مشر بدلوم . پرځاى يې بل سړى د سرپرست په توګه ټاكم او سترګې په لار يم چې د كورنيو چارو وزارت څخه به يو تګړه پوليس ددې ولسوالۍ د امنيې كوماندان په توګه راشي . زما چلند په دې اړه ډير جدي دى .)) د تېرې چارشنبې په ورځ ددغې ولسوالۍ يوه پخواني كوماندان او د شمالي ولايتونو د لويو لارو د پوليسو مشر جنرال خليل نږدې ٤٠٠ ميله سپكه او درنه وسله چې پنځه شوبلې هم په كې وې د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسون ته وسپارله . ((امنيتي حالت ښه دى خو خلكو ته د قناعت وړ نه دى .لامل يې دا دى چې دلته مسلكي پوليس نشته. په بشپړ ډول وسله نه ده ټوله شوې . زمونږ يو شمېر پخواني وسله وال وروڼه چې بې وسلې شول دوى ته د كار شرايط نه دي برابر شوي . )) د بغلان والي قاري علم راسخ هم د امنيت په ښه والي ټينګار كوي او له خلكو يې غوښتنه وكړه چې نامسوله وسله وال چې د قانون د پلي كولو په وړاندې خنډ دي وروپېژني . ((مونږ دا نشو زغملى چې دوه تنه نامسوله او نابكاره او نامطلوبه خلك له هرې درې او هرې سيمې څخه راپورته شي ، په دې مظلوم ، شريف او مجاهد ولس تيرى وكړي ، لار يې ونيسي ، په غلاوو لاس پورې كړي ،د شپې له خوا يې په كور بريد وكړي .ددوى اولاد بوځي ، پر دوى تيرى وكړي . د ولسوالۍ ، د ولايت ،د ولسمشر ۍ، د كورنيو چارو وزارت او زمونږ د بيلا بيلو څانګو اطاعت ونه كړي .)) خلك هم خوښي ښيي چې وسلې يې دولت ټولوي خو ټينګار كوي چې بايد د كار شرايط ورته برابرشي ددغه ولسوالۍ يو اوسېدونكى وايي . ((خلك شپږ مياشتې كار كوي او شپږ نورې يې په كور كې تېروي. خلك وزګار دي . د روزګار له پلوه خلك ډير په تنګ دي او ځوريږي . )) دې ولسوالۍ ته له ګاونډيو هيوادونو پاكستان او ايران څخه هم ډير خلك بيا راستانه شوي دي . دغه خلك ددې ترڅنګ چې د سر پنا غوښتنه كوي وايي چې ددغې ولسوالۍ له اوبو څخه دې د بريښنا د توليد لپاره لار اواره شي . ددوى په وينا له يوې خوا به دوى ته د كار شرايط برابر شي او له بلې خوا به خلك د بريښنا له نعمت څخه برخمن شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||