BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:07 گرينويچ 2006 ,20 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : په پنجوايي کې پراخه بيا رغاونه کوو

ناټو
پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ وه چې په تيرو څو مياشتو کې د سختو جگړو شاهده شوه
په کابل کې د ناټو د سرچينو له څرگندونو داسې معلوميږي چې دوى له سختو عملياتو وروسته اوس د پنجوايي ولسوالي د حکومت د فعال حضور ، امنيت او پرمختيايي پروژو له اړخه په سويل کې د يوې بيلگه ييزي سيمې په بڼه راوستل غواړي .

پنجوايي د طالبانو يو داسې مهم مرکز وو چې هغوى يې د ساتلو لپاره د ناتو له ځواکونو سره تر دوه اونيو د زياتې مودې لپاره منظمه جبهۀ جگړه وکړه .

په دې جگړه کې دواړو لورو ته د سر په تاوان سربيره د ملکي وگړو د ځاني او مالي تاوانونو کچه هم ډيره لوړه ښودل کيږي .

ښکاره ده چې له دغه راز سختې جگړې وروسته اوس د پنجوايي د امنيت او پرمختيا لپاره په سيمه کې د ځواکونو د ساتلو او پيسودواړو اړتيا ده .

په کابل کې د ناتو ملکي وياند مارک ليتي خبريالانو ته وويل چې دوى په دغو دواړو برخو کې د پلانونو پر چمتو والي کار پيل کړي دى .

خو ښاغلي ليتي له پنجوايي نه د طالبانو له ويستو سره سره په سيمه کې د خرپ او ترپ د احتمالي بريدونو او په ځانگړې توگه د سړک د غاړې او ځان وژونکو بريدونو احتمال رد نه کړ .

(( موږ له پنجوايي نه طالبان شړلي او دغلته د امنيت له اړخه د حالاتو د ښه کيدو امکانات رامينځ ته شويدي . خو زه به کله هم دا احمقانه ادعا ونکړم چه دغلته به په سلو کې سل امنيت وي او هيڅ پيښه به نه کيږي . کيدى شي چې طالبان په کومه ليرې سيمه کې د څو ساعتونو لپاره خپل بيرغ هم پورته کړي . خو دا هم يقيني ده چې بيرغ به يې بيرته ښکته کيږي او تيښتې ته به اړوزي . د دې لپاره دغلته په ثابته توگه د ځواکونو د ساتلو پر پلان کار روان دى . موږ به د افغان ځواکونو په ملتيا په کليدي ځايونو کې خپل سرتيري ځاې پر ځاې کړو او اجازه به ورنکړو چې طالبان د بل ځل لپاره دغه سيمه په کنټرول کې واخلي . ))

وياند مارک ليتي د پنجوايي د بيا رغوونې لپاره د مليونونه ډالرو د چمتو کيدو خبر هم ورکړ .

په دې کې يې د جرمني له لورې په يوازې سر د يو مليونه يورو د ورکړې او د هالنډ په گډون د ناتو د نورو غړو هيوادو له لورې د پيسو د ورکړې په تړاوو د شويو ژمنو يادونه وکړه .

ناتو وايي دغه پيسې به په جگړه کې له تاواني شويو کورنيو سره په مرستو ، د نړيدلو کورونو په بيا ودانولو، او د سړکونو ، پلونو ، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو په جوړولو ولگول شي .

دا په اصل کې د ناتو د پوځي عملياتو د نوي پلان بڼه ده . پخوا به دغو ځواکونو په يوه سيمه کې لنډ عمليات کول او سرتيري به بيرته خپلو اډو ته ستنيدل .

ددې پايله په بيا بيا د طالبانو له لورې د ځا نگړو سيو لاندې کول او په بيا بيا په همدغو سيمو کې د جگړو رامينځ ته کيدل وو .

خو ناتو وايي چې له دې وروسته به دغه راز ستړې کونکې لوبه ونکړي او چې کومه سيمه له طالبانو اخلي نو هلته به پايدونکى امنيت، د حکومت فعال حضور او د بيا رغوونې د پرمختيايي پروژو پلي کول يقيني کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت