د ٢٠٠١ کال د ډيسمبر پر پنځمه نيټه دآلمان د بن په ښار کې د افغانستان د اوسني بهير لمړني گامونه اوچت شول. په تيرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ولسمشرى او پارلماني ټاکنۍ تر سره شوى،ولسي جرگې په کار پيل وکړ، د ملي اوردو او ملي پوليسو د جوړولو کار دوام لرى. خو ددغه برياوو تر څنگ دافغانستان په هکله د خبرى رسنيو ډير خبرونه د طالب ياغيانو د بريدونو، په نړۍ کې د افغانستان د کوکنارو د بې ثارى لمړى ځاى، د فساد او کمزورې ادارې دى . دا ولى؟ اونيز بحث همدې موضوع ته پاملرنه کوى. دپروگرام ميلمانه د افغانستان د مالې وزيرډاکټر انوارلحق احدي، په ولسي جرگې کې د خلگو استازې شکريه بارگزى اود افغانستان د چارو څيړونکى ډاکټر حبيب منگل دي. نجيبه ليمه دا پروگرام وړاندى کوى. |