 | | | سږ کال د هلمند ولايت د پخوا په پرتله ٢٠٠٠ ټنه زيات کوکنار توليد کړي دي |
د افغانستان دولت د نشيي توکو په وړاندې په يوې نوي تگلارې اعلان کړئ چې په ١١ ولايتونو کې به ځايي چارواکي ، واليان او ولسوالان ، مخامخ د کوکنارو د کښت د ډيردو پړه په غاړه ولري . د نشيي توکو په وړاندې د مبارزې افغان وزارت وويل ،چې دولت به د کوکنارو د ختمولو لپاره دټولو ممکنه لارو نه کار واخلي . د هلمند ولايت کې چې د يادې شوي تگلارې په يولسو ولايتونو کې نه دئ شامل . سږ کال د پخوا په پرتله دوه زره ټنه زيات کوکنار توليد کړي دي . ددغه ولايت ځينې اوسيدونکي وايې چې چارواکو ددوئ پر فصلونو باندې زهر جن توکي شيندلي . |