دبحث کوربه نجيبه ليمه لندن |  |
 | | | ددې بحث کوربه د لندن په سټوډيو کې نجيبه ليمه ده |
د افغانستان په سلو کې ٧٢ خلگ د ولسمشر حامد کرزي د حکومت اوپه افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د موجوديت ملاتړ کوى". دا د دريو خبري رسنيو د کلنۍ سروې د موندنو پايله وه چې د برتانيا د BBC ، د امريکا د متحده آيالاتو د ABC او د آلمان دَ ARD له خوا تر سره شوى . دغه سروې چې په ٣٤ ولايتونو کې ېې له ١٣٧٧ خلگو نه مخامخ پوښتنېى کړى دا پايله هم تر لاسه کړې چې پر نړيوالو ځواکونو د خلگو اعتماد وار په وار لږيږى، که پروسږ کال په ورته سروې کې په سلو کې اوياوو تنو ويل چې د بهرني ځواکونو له عملياتو نه ډاډۀ دي نو سږ کال دغه شمير پنځوسو ته کښته شوى. بي بي سي په اونيز بحث کى د خلگو د اندېښنو و څو اصلي ټکو ته پاملرنه کوى: ميلمانه د افغانستان د ملي امنيت په شورا کې د ستراتيژيکو اړيکو ريس لطف الله مشعل، په ولسي جرگې کې د خلگو د شکاياتو د کميسيون غړى او د ننگرهار ولايت د خلگو استازى ډاکټر فاروق مېړنۍ او خپلواک خبريال ضيا بوميا دي. |