BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2005 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څومره بيارغاونه شوېده ؟

کابل
د کابل ښار يوه څنډه
په افغانستان کې ٨٤٠٠ مېلونه ډالره مرسته شوې پېسې مصرف شوي خولاهم خلک وايي چې بېارغا ونه نده شوې.

افغان دولت وايي ډېرې پېسې مرستندوېه هېوادونوپه خپله خوښه لگولي ، خو بېا هم ترسره شوي کارونه دپام وړ بولي . يواځې دکلېو دپراختيا دوزارت له خواپه ١٠٠٠ کليوکې دبيا رغاونې چارې ترسره شويدي.

ېو شمېرکتونکي نيوکه کوي چې دبنسټيزه کارونو پرځاى لنډمهالي کارونه ډېر وشول اويوه ډېره اندازه پېسې دکارپوهانو په نوم بهرنيو سلاکا رانو ته ورکول شوي . داقتصاد وزير محمد امين فرهنگ ددې خبرې په منلو سره وا يي چې په تېروڅلورو کلونو کې افغانستان په سياسي ،اقتصادي ،پوځي او ټولنيزو برخوکې زېات پرمختگ کړيدى .

بيا رغا ونه هغه کليمه ده چې نن سبا دهر افغان په خوله کې را تاوېږي.
دافغانستان دولت وايي چې په تېرو ٤کلونو کې ډېره بيا رغاونه شوې خوځېنې خلک وايي هېڅ ندي شوي او ځېنې نور بيا وايي څه ناڅه کار شويدى.

 په تېروڅلورو کلونو کې افغانستان په سياسي ،اقتصادي ،پوځي او ټولنيزو برخوکې زيات پرمختگ کړىدى
د اقتصاد وزير محمد امين فرهنگ

بيا رغاونه په افغانستان کې هرچاته له خپل نظره ځانگړى تعرېف لري. عادي وگړي دژوند دلمړنېو اړتياوو برا برېدو ته د بيا رغاونې په سترگه گوري او نېوکې کوي چه لاهم سړکونه وران دي برېښنا نشته پو هنه پخوانئ حال لري.

خو دولت د اقتصادي بېا رغاونې په برخه کې ځان برېالى گڼې. د کابل د پوهنتون داقتصاد دپوهنځي استادغلام نبي فراهي وايي چې د بيا رغاونې تعريف ډېر پراخ دى او يواځې په فزېکي بېا جوړونې نشي محدود ېداى ، بلکه له سياست نه نېولې ترادارې ،سوداگرئ ،اوکارپېداکولو پورې ټولو برخو کې بيا رغاونه ښکاري.

داقتصاد وزېرمحمد امين فرهنگ وايي څلور کاله وړاندې په داسې حال کې نوي دولت واک ترلاسه کړ چى پوځ،پوليس ، سړکونه دولتي نظام موجود نه وو ، ودانئ ورانې و ې او دى ټولو کارونو له بنسټه بېا رغاونې ته اړتيا درلوده .

هغه وايي په تيرو ٤ کلونو کې ٢٠٠٠ښوونځي ، ٢٠٠٠کلينيکونه ، ٣٠٠٠کېلومتره سړه کونه بيا رغاول شويدي . په ملي پوځ او ملي پوليسو ډېرې پېسې لگيدلي دي .

خو داسې ښکاري چې خلکو دشوو کارونوپه پرتله دلا زياتې بېا رغاونې هېله درلوده . دروانو حالاتو څېړونکى عبدالغفور لېوال وايي ورانئ ډېره وه او دولت له لومړي سره دافغانستان دبيا رغاونې لپا ره اساسي پلانونه نه وو جوړکړي . پېسې په ځاى مصرف نشوې او دخلکو په ژوند کې بدلون ندئ راغلئ.

سړکونه ددولت د بيا رغاونې دچارو په سرکې ځاى لري . د فواېد عامې وزېرسهراب علي سفري وايي له٤ کلونو راهېسې ٣٠٠٠ کېلو متره سړک نېم جوړ او نېم تر کار لاند ې دى چې د افغانستان په مهمواو اساسي کارونو کې شمېرل کيږي ، خو د خلکو دا نېوکه مني چې پدې سړکونو تر اندازې زېات لگښت راغلى ، خو وايي چې امنييتى حالاتو،له بهر نه د انجينرانو او وسايطوراوړلو، دسړکونود جوړولو نرخ پورته بېولئ.

ښاغلى سفري وايي دکابل کندهار،کابل کندز شېرخان بندر،کابل گردېز،کندهار سپېن بولدک، اوهرات اسلام قلعه سړکونه بشپړشويي او په پاتى نورو د بېا رغا ونې کار روان دى . تر دې وروسته برېښنا دخلکو لپا ره مهمه اړتېا بلل کېږي چې دېوشمير خلکو په وېنا ډيره کمه بېا رغا ونه پکى شوې. دبرېښنا وزېر اسماعېل خان وايي چې د برېښنا ټول بندونه ، برجونه او لېنونه وېجاړ و چې دا ټول بېا رغول شوي.

 امنييتى حالاتو،له بهر نه د انجينرانو او وسايطوراوړلو، دسړکونود جوړولو نرخ پورته بېولئ.
دفوايد عامې وزير سهراب علي سفري

دامهال دنړېوالو لخوا له افغا نستان سره دڅه دپا سه ٨٠٠٠ مېلېونوډالرو مرسته شوې. د اقتصاد د وزيرښاغلي فرهنگ په وېنا ددغو ټولو پېسو ٢٢ په سلو کې ددولت اوپا تې ٧٨ دملگروملتونواو انجو گانولخوا مصرف شوي اووايي چې څوڅو ځلي ېې له مرستندوېه هېوادونونه غوښتي چې د هغوپېسو شمير دى افغان دولت ته وښي چې انجوگانو ته ېې ورکوي خو دى واى هغه هېوادونه دخپل قانون له مخې دا حساب نه ورکوي چې دا کار په پاى کې افغان دولت له پوښتنو سره مخا مخ کوي.

ښاغلئ فرهنگ وايي چې د ښو او بدوموسسو د معلو مولولپاره به له ټولو څه دپا سه ٢٠٠٠ موسسو نه حساب واخېستل شي او له سره به د کار کولو اجازه اخلي . خو ېوشمېر کا رپوهان وايي چې انجو گانودرى کاله وړاندې دبشري خدمتونو په برخه کې ډېر کار کړى ځکه هغه وخت دولت ټول افغانستان ته بشري مرستې نشواى رسولاى . په کابل کې د سوېډن د موسسې کار کونکى خالد لعلزى وايي ښه خبره ده چې ښې او خرابې موسسې معلومې شې.

په افغانستان کې دملگرو ملتو نووېاند ادرين اډوارډ وايي چې په سلگونه مېلونه ډالره ېې په تېرو څلو رو کلونو کې ددوو لوېو جرگو په جوړولو ،داساسي قانون په جوړولو ، په بې وسلې کولو، د جمهوري رېاست او پارلماني ټاکنو اود ېو شمېرموسسو له لارې د بشري مرستو په ترسره کولو لگولي چې دافغانستان سېا سي بېا رغاونه بلل کېږي.

دښارونو او کور جوړولو وزيرېوسف پښتون وايي دبې کورئ دستونزې د له منځه وړلو اود ښارونودپراختېاډېر پلانونه برابر شوي اود ښاروالېو په واک کې ېې ور کړيدي خوښکاري چې دغه ستونزه لاهم ډېره ستره ده.

دکابل پوهنتون استاد غلام نبى فراهى وايي دافغانستان دبېارغاونې په سلگونو مېلونه ډالره هغو سلا کارانو وړي چې په بېلا يبلو برخوکې د بېا رغاونې د کار پوهانو په نوم افغانستان ته راغلي.

خو د ترانسپورت وزيرعنايت الله قاسمي ددې خبرې په منلو سره چې د بهرنېو سلا کارانو تنخواه ډېره لوړه ده وايي چې افغان دولت دوى ته سخته اړتېا لري او دغه سلا کاران افغان دولت ته داسې کارو نه کوي چې افغانان ېې نشي کولاى . دى وايي دا مهال په هره برخه کې له ېوه نه نېولې تر شلو پورې سلاکاران شته .

دکلېود پراختېاوزارت يو چارواکئ زرېن وايي د کلېودبېا رغا ونې په ډگر کې دوى تر اوسه په څه دپاسه ١٠٠٠٠کلېوکې ٣٠٠ مېلونه ډالره لگولي چې ښونځي، کلېنېکونه، سړکونه وېالې، پلونه او بندونه پرىجوړ شوي . خو لاهم خلک نېوکه کوي چې بېا رغا ونه نده شوې. داقتصا د دوزارت مرستيال نذيراحمد شهېدي وايي ېو شمير خلک تر ډېره معلومات نلري او ېوشمير نور هسى نېوکې کوي.

هم ددولت او هم دخلکو لخوا بېا رغاونه شوې ده خو نه ښکاري.
د ميدان ښار يو اوسېدونکى ، نجيب

له افغانستان سره د ټوکېواو برلين په کنفرانسونوکې څه دپاسه ١٢٠٠٠ ميلونه ډالروو دمرستې وعدې و شوې چې تر اوسه ېې دوه برابره مصرف شوي خو همغه مهال هم افغان حکومت دا خبره کړې وه چې د افغانستان بېا رغول لسگونه مېليارده ډالرو ته اړتېا لرى.

حکومتى چارواکي وايي چې څه موده وروسته به دلندن په کنفرانس کې دافغانستان سره دنورو مرستو غوښتنه وکړي او ولسمشر حامد کر زي وړاندې وېلي وو چې پنځه کاله وروسته به دهر سړي کلنئ عاېد ٥٠٠ ډالرو ته لوړکړي اوهغه وخت به ددغه هېواد دبېارغا ونې ډير کارونه هم پاى ته رسېدلي وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت