|
حنيف اتمر: نړيوالې پيسې بايد دولت ولگوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان دولت غواړي چې په هيواد کې د بيا رغونې پر بهير او د مرستو د پيسو په لگيد و کې د خپلې ونډې د زياتولو په موخه ، د جنورۍ له يو ديرشمې د فبرورۍ تر لومړۍ نيټې په لندن کې جوړيدونکې غونډې کې ېو ه طرحه وړاندې کړي . د افغانستان د کليو او پراختيا وزير محمد حنيف اتمر واېي که څه هم د لندن غونډه سياسي موخې لرى ، خو وايي دولت دا تمه هم لرى چې نړيواله ټولنه د هيواد د ملي پر مختيا د تگلارۍ د منلو تر څنگ ، يو لړ مالي ژمنې هم وکړي . ښاغلي اتمر د بي بي سي سر ه د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې وويل کيداى شي چې افغانستان په دولسو کلونو کې په خپلو پښو ودريږي چې د هر کال لپاره به يي افغانستان 4000 مليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا ولرى . ښاغلى اتمر وايي د غه کار به هغه وخت شونى وي چې د نړيوالو مرستو زياته برخه ددولت له لارې د بيار غونې په بنسټيزو چارو ولگولې شي . په تيرو څلور کلونو کې د افغانستان بيارغونې ته د راغلو 11000 مليونو ډالرو څخه يوازي ، په سلو کې له ٢٥ نه تر ٣٠ پورې يې دولت ته ورکړل شوي او پاتې يې د نړيوالو او کورنيو ناحکومتي موسسو او د ملگرو ملتونو د اړوندو موسسو له لارې لگيدلې دي . د افغانستان ډيري خلک په دغه ډول د پيسو له لگښته راضي ندي . د ښاغلى اتمر ټينگار کوي چې په دولت کې د وړتياوو د لوړوالي داسې بيلگې شته چې نړيوال پر ې قانع کړاى شي چي د دولت پر وړتيا باور وکړي او لږ تر لږه د مرستو 50 په سلو کې ددولت په واک کې ورکړي . خو د امريکا او جاپان په څير يو شمير هيوادونه شته چې د خپلو کورنيو قانونو د محدوديتونو تر مخه نشي کولى چې مخامخ مرستې د افغانستان دولت ته ورکړي . ښاغلى اتمر وايي که چيرى دغه هيوادونه پيسي دولت ته نه ورکوي ، لږ تر لږ دا کار خو دې وکړي چې د افغانستان په نامه د راغلو پيسو حساب ورکړي | ورسره تړلي نور خبرونه نړىوال بانک افغانستان ته نوره مرسته منلې14 دسمبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې نړيوالی مرستی څه ډول ولګيدې ؟02 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستان د افغانستان له مرستو مننه وکړه22 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان له امريکا سره مرسته کړې ده04 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||