 |  د متحدو ايالاتو توپان ځپلې خلک د مرستو په هيله دي | په افغانستان کې د متحدو ايالاتو سفارت ويلي دي چې افغان دولت له دوى سره د کترينا نومي توپان ځپليو سره د مرستې په دود ١٠٠ زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده .په کابل کې د امريکا سفارت وايي د ولسمشر کرزي له خوا لاسليک شوي فرمان کې راغلي چې د افغان ولس په استازيتوب افغان دولت د امريکا توپان ځپلي ولس سره دغه مرسته کړې ده . دغه مرسته د محمد خان په نامۀ يوۀ افغان سپين روبي د امريکا سفارت ته په کابل کې وسپارله او ويې ويل چې متحدو ايالاتو له افغان ولس او د افغانستان په بيا ابادولو کې ډيره مرسته کړې ده اوس افغانان غواړي چې د امريکا په بده ورځ له هغۀ ولس سره مرسته وکړي . په ٢٠٠٤ کال کې متحدو ايالاتو له افغانستان سره تر دوو ملياردو ډالرو ډيره مرسته کړې وه .
|