BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:22 گرينويچ 2005 ,02 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې نړيوالی مرستی څه ډول ولګيدې ؟
بيرغونه
افغانستان ته ډيرې مرستې متحدو ايالاتو کړي دي .
د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر لګيدلي دي .

افغان دولت وايي د ٢٠٠٥ کال د نومبر تر پايه پورې د دغو پيسو دقيقه شميره ٨،٤ ميليارده ډالره دي . په بله ژبه د ښاغلي کرزي له واکمنۍ وروسته هر کال افغانستان ته تر دوو ميلياردو ډالرو ډيرې راغلي دي .

که څه هم د چارواکو په وينا ډير څه له صفره پيل شوي خو د ولس په ګومان فساد او د پيسو ناسمې لګونې هغومره څه نه دي کړي چې بايد شوي وای .

د ولسمشرۍ د دفتر ريس جاويد لودين هم دا مني هغه وايي ((په تيرو څلورو کلونو کې د فساد ، ټوپکسالارۍ او په ځينو نورو برخو کې ډير څه نه دي شوي خو هڅه روانه ده. ))

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر انوارالحق احدي د بي بي سي د ( ستاسو غږ ) خپرونې ته وويل چې په څلورو کلونو کې افغان دولت ته د نژدې اته نيم ميلياردو ډالرو له برخې ايله ١٦٠٠ ميليونه ډالر سپارل شوي دي .

 افغانستان ته د نړيوالو مرستو ايله په سلو کې ٢٢ افغان دولت ته سپارل شوې دي .

دا د ټولو مرستو ايله په سلو کې ٢٢ برخه جوړوي .

په بله وينا د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته هر کال د ښاغلي کرزي په مشرۍ کې حکومت ته ٤٠٠ ميليونه ډالر ورکړل شوي دي .

پاتې ٦،٨ ميليارده ډالر نادولتي مرستندويو ټولنو او د ملګرو ملتونو په څير نړيوالو ادارو په افغانستان کې لګولي دي .


د دغو نادولتي مرستندويو ټولنو پر کار خورا ډيرې نيوکې کيږي . د پلان مخکيني وزير او د کابل له ولايت څخه د ولسي جرګې لپاره بريالي شوي کانديد رمضان بشردوست د نادولتي ټولنو پر کارونو د نيوکو سرلاري وکړه .

چارواکي هم وايي چې د نادولتي مرستندويو ټولنو تر کار به مخامخ دوی ته د پيسو سپارل ښه وای خو نړيوالو په پيل کې په دولت کې کاري ظرفيت ته توګه نيوله او داسې ويره يې ښووله چې هسې نه دغه پيسې پر ځای ونه لګيږي .

افغان چارواکي دغه خبر نه مني او ټينګار کوي چې د هرې پيسې حساب ورکولو ته چمتو دي . د ماليې وزير وويل افغانستان ته په ورسپارل شويو پيسو کې ٩٠٠ ميليونه ډالر يوازې د مامورينو په معاشونو لګيدلي دي .

ښاغلي احدي سپيناوی وکړ چې افغانستان ٣٠٠ زره مامورين لري . د مامورينو د دومره شميرې د کمولو په هيله په دې وروستيو کې افغانستان د خپلو دولتي شرکتونو د پلورلو خبر ورکړ .

 په تيرو څلورو کالو کې ٨،٤ ميليارده ډالر افغانستان ته راغلي خو دولت پکې هر کال ايله ٤٠٠ ميليونه موندلي .

چارواکي په هيله دي چې که دولتي شرکتونه د خصوصي څانګې لاسته ولويږي نو ښايي ګټور وي . په دغو شرکتونو کې د رپورټونو ترمخه ٢٥٠٠٠ کسان کار کوي .

د دولتي شرکتونو له خصوصي کولو سره دا ويره شته چې ډير کسان به کار له لاسه ورکړي خو د ماليې وزير وايي د دغو بې روزګارو کسانو لپاره پلان لري او هيله کوي چې ځينو ته يې تر دوو کالو پورې بشپړ معاش ورکړي او په عين حال کې يې وروزي چې نوی مسلک زده کړي .

افغان دولت هوډ ښکاروي چې د ماليو په ټولولو کې به په لا ډيرې ژمنتيا او جديت ګامونه پورته کوي .

د ماليې د وزير په وينا د ١٣٨٤ کال د تلې له مياشتې څخه د هغو مامورينو له معاشونو په سلو کې ٢٠ ماليه اخيستل شوې چې ډالر اخلي . دغه راز ښاغلي احدي وويل چې په دې وروسيتو کې ځينو لويو شخصي شرکتونو هم د ماليو ورکړه پيل کړې ده .

د ځينو په ګومان ماليو ټولول او له فساد سره جدي مبارزه به افغان چارواکيو ته د استدلال لپاره هغه منطق ورکړي چې د نړيوالو مرستو لا ډيره برخه پرې خپله کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
څومره بيارغاونه شوېده ؟
21 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت