BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:57 گرينويچ 2005 ,28 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان حکومت :ټولې ناقانونه وسلې ټوليږي

ټولې شوې وسلې
د غير مسولو کسانو څخه تر اوسه ٢١٠٠٠ وسلې ټولې شويدي
څه باندى ٢١زره ميله وسلې د ډاياگ د پروگرام په لړکې راټولې شوي چې په زرگونو ميله ېې د ېو شمېر هغو کانديدانو څخه دي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ېې گډون درلوده .

دغه لړئ پنځه مياشتې وړاندې پېل شوه او لا هم په چټکئ سره روانه ده.

دډاياگ يا دغېر مسولو کسانو څخه د وسلو د راټولولو د پروگرام چارواکي وايي ېو شمېر همداډول کسان اوس هم په دولت کې کار کوي . داخبرى دډاېاگ چارواکو په ېوې خبري غونډې کې په کابل کې څر گند ې کړې.

دډاياگ يا دغېر مسولو کسانو څخه د وسلو د راټولولو د پروگرام چارواکئ جنرال عبدالمنان فراهي وايي دهغو قوماندانانو نوم لړ برابر شوئ چې په دولت کې کار کوي اووسلې لري چې په نژدې راتلونکي کې به ېې دوسلو سپارل پيل شي.

د ئ وايي په لومړي سرکې له ١٤٠ کانديدانو نه څه با ندې څلور زره ميله وسله راټوله شوه او تر هغه وروسته نهه (٩) تنه هغو قوماندانانو په خپله خوښه وسله وسپارله چې په دولت کې ېې کارکاوه.

دئ وايي له ٤٠ تر٥٠ نوردامنيي قومندانانو اوريسانو په کچه داسې کسان په دولت کې شته چې وسله لري خو جنرال فراهي وايي په دې پروگرام کې به ټول غير مسول وسله درلودونکي بې وسلې شي، اودولت د ټولوپه اړه پوره معلومات لري چې کوم کس څومره وسله لري.

جنرال فراهي زياتوي د هغو کسانو پېژندنه شوې چې په ولاېاتو کې غير مسول دي او وسلې لري.

د ډاياگ د پرو گرام په لړکې به وسله سپارونکو ته هېڅ ډول پېسې او نور څه نه ورکول کېږي . دا لړئ درى برخې لري . په اول کې به وسله درلودونکئ په خپله خوښه وسله سپاري که داسې ونشوخبرى اترى ورسره کېږي او که ېې دخبرو له لارې هم وسله ورنکړه نو ددولت دقانون سره سم به په زور وسله ځېنې واخېستل شي.

دډاېاگ په پروگرام کې شامل ېو بل چارواکئ ميرزاده بخت بېک وايي لومړيتوب هغو قومندانانو ته ورکول کېږي چې د سېمى وگړي ځېنې په عذاب وي.

دئ وايي په دغه پروگرام کې به يواځې وسلې نه راټولېږي بلکه په سېمو کې به دعامه پوهونې تبلېغاتي لړئ هم روانه وي چې قومندانان او خلک د ډاېاگ پروگرام ته د وسلو د سپارلوپه چارو پوه شي.

د ډا ياگ يا غير مسولو کسانو د بى وسلې کولودپروگرام چار واکي وايي په دقيق ډول نه پوهېږي چې په ټول افغانستا ن کې به څومره وسلې وي خو وايي پروگرام به تر هغو روان وي چې ټولې وسلې دولت ته وسپارل شي.

تر اوسه پورى دډاياگ دپروگرام پر بنسټ تر٢٠٠٠٠ مېله زېاته وسله راټو له شوې.

د ډاياگ پروگرام پنځه مېاشتې وړاندې پېل شو او موخه ېې د ډي ډي آر يا بې وسلى کولو او ملکي کولو دلړئ دوام دئ چې له مخې ېې ٦٣٠٠٠ وسله وال بې وسلې شول.

د ډاياگ پروگرام د ملگرو ملتونو او د بې وسلى کولو دکميسيون په گډون د ېو شمېروزارتونو لخواپه افغانستان کې پر مخ بيول کېږى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت