|
د افغانستان د مځکې لاندې شتمنيو څيړنه ناسا کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د کانو او صنايعو وزير انجينير محمد صديق وايي چې د افغان دولت او دامريکا د سروي او جيولوژي د ادارې تر منځ د يوه تړون له مخې ، د امريکا فضايي ادارې ناسا له پنځو مياشتو راهيسته ، په افغانستان کې خپلې الوتنې پيل کړي دي . ناسا سربيره پردې چې په هرو دوو اونيو کې د افغانستان د ځمکي لاندې څيزونو نوې نقشي برابروي ، د جنورې له مياشتي ( ٢٠٠٦ ) به مخامخ د کندهار له هوايي ډگر څخه د افغانستان پر خاورې خپلې الوتنې پيل کړي . د ښاغلي صد يق په وينا ، د افغانستان له خاورې د ناسا له خوا اخيستل شوې نقشې ، داښيي چې په افغانستا ن کې تر ٣٠٠ زيات معدنونه ، د گازو او تيلو او د نورو ارزښتناکو ډبرو زيرمې شته دي . د کانو او صنايعو وزير وايې چې د هيواد په شمال کې د آمو سيند پر څنډو د گازو او تيلو دنويو زيرمو سربيره ، د افغانستان په سويل د پکتيکا په ولايت کي هم د تيلو او په ځينو نورو سيمو کي د يورانيمو ، المونيمو او سربو شتون تائېد شوى دي . دارنگه نوموړى وايي سربيره پردې چې د لوگرد عينک د مسو په کان کې د سرو زرو څو سلنه شته ، د افغانستان په نهو نور و سيمو کې هم د سرو زرو کانونه هم کشف شوي دي . د ښاغلي صديق په وينا ، ددې تر څنگ چې دوى افغان پانگه وال په دې برخه کې پانگونې ته هڅوي ، يو زيات شمير بهرنۍ کمپنۍ هم حاضرې شوي دي چې ، په افغانستان کې د تيلو او کانونو په رابرسيره کولو کې پانگه اچونه وکړي . په افغانستان کې د کانونو او تيلو د زيرمو لپاره په داسې حال کې هڅې پيل شوي دي چې د تير په شان ،اوس هم يو شمير جنگسالاران په ناقانونه توگه ، د قيمتي ډبرو او اوومو تيلو ايستلو او ترې ناوړه گټې اخېستنې ته دوام ورکوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||