|
امريکا له افغانستان سره د مرستو تړون لاسليک کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هغه تړون کې چې د افغانستان دولت او په کابل کې د امريکا د متحدوايالاتو د سفارت ترمنځ لاسليک شو له امله به يې افغان حکومت وتوانيږي چې د يو لړ پروگرامونو په ترسره کولو سره د دغه هيواد د اوسيدونکو په ژوند کې بدلون راولي. د لوزنامې له مخې به د امريکا متحده ايالات په راتلونکو پنځه نيمو کالو کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې USAID له لارې د افغانستان دولت ته خپلې مرستې وليږدوي. په کابل کې د امريکا سفير، رونالد نيومن ددغې لوزنامې لاسليک افغانستان کې د ولسواکۍ په لورې ستر گام وباله او ويې ويل، دا مرستې به افغانستان کې مثبتو بدلونونو ته لاره آواره کړي. په دغه تړون کې د امريکا متحده ايالاتونو ژمنه کړې چې، په افغانستان کې به د ډيموکراټيک حکومت د رامنځ ته کولو د ښوونې و روزنې او روغتيا د وضعې د ښه کولو همدارنگه د اقتصادي وضعې په برخه کې د مرستو لړۍ جاري وساتي. د افغانستان د ماليې وزير انورالحق احدي وويل چې دغه مرستې په څلورو برخو ويشل کيږي چې په څلورو پراختيايي تگلارو به ولگيږي. ښاغلى احدي وايي په پنځو کالو کې به له افغانستان سره د امريکا مرستې ٥.٥ ميليارده ډالرو ته ورسيږي . متحد ايالات به په روان کال کې له افغانستان سره ٤٧٩.٦ ميليونه ډالره مرسته کوي . د امريکا سفير د دغو مرستو په باب وويل : ((دا د ښې ښوونې و روزنې او ښې روغتيا لپاره پانگونه ده . که خلک خپلې پيسې ولگوي نو کارونه پيدا کيږي او سوداگري غوړيږي . )) ښاغلي احدي د متحدو ايالاتو مننه وکړه چې په دا ډول مرستو د دۀ په وينا د افغانستان بودجه واردمخه اټکليدلى شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||