BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:41 گرينويچ 2005 ,27 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په لندن کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړيږي

دافغانستان
لندن به د ٢٠٠٦ م کال د لمړۍ مياشتې په وروستيو کې ، د افغانستان په اړه د نوو تړونو د نړيوال کنفرانس کوربه وي.

په دغې غونډې کې به افغان دولت، ملگري ملتونه او نړيواله ټولنه راتلونکو پنځو کلونو کې خپل کاري لمړيتوبونه روښانه کړي.

نړيواله ټولنه به له افغانستان سره پر خپلو سياسي او اقتصادي مرستو او ژمنو له سره غور وکړي، او د راتلونکو پنځو کلونو تگلاره به ټاکې.

په کنفرانس کې به د بريتانيې لمړى وزير، توني بلير، افغان ولسمشر حامد کرزى او د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان هم گډون وکړي.

انديښنه شته چې افغانستان کې د پارلمان له جوړيدو وروسته به له دغه هيواد سره د نړيوالې ټولنې مرستې پڅې شي.

د بن د پروسې په پاى ته رسيدو سره ښايي ډيرى هيوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي. نو ځکه افغان چارواکي هځه کوي له نړيوالې ټولنې سره خپلو خبرو ته زور ورکړي او پرېنږدي د مرستو لړۍ پرې شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، ډاکټر عبدالله د ملگرو ملتونو د استازي او په کابل کې د بريتانيې د سفيرې په ملتيا د ٢٠٠٦ م کال په لمړۍ مياشت لندن کې ديوه نړيوال کنفرانس د جوړيدو خبر ورکړ.

په دغه کنفرانس کې به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دافغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د همکاريو چوکاټ او تگلاره وټاکل شي.

د غونډې غټ ټکي امنيت، اداره ، د مرستو اغيزمن کارول او په مخ کې پرتې ننگونې جوړوي.

د افغان او نړيوالې ټولنې د هځو ميکانيزم به چې د ملگرو ملتونو له لوري پلى کيږي هم نوى شي.

دافغانستان د بهرنيو چارو وزير، ډاکټر عبدالله ددې تر څنگ چې تيرو کلونو کې د مرستو لگيدل پر ځاي او اغيزمن نه ارزوي وايي، هڅه به وکړي مرستندويه هيوادونه قانع کړي مرستې د هغو موسسو په واک کې ورکړي چې حساب کتاب ته چمتو وي نه هغه موسسې چې نه يې کار مالوم وي او نه هم حساب ورکوي.

(( لندن کې د راتلوکې غونډې لپاره دوه اصلي ټکي په پام کې نيول شوي، لمړي د کار اغيزمنول دوهم پر کار څار درلودل. دهر هيواد د شرايطو پر بنسټ، شونې نده چې ټولې مرستې دې د افغانستان په واک کې کيښودلى شي ، ځينې هيوادونه غواړي د خپلو مرستو يوه برخه د مرستندويه موسسو له لوري ولگوي، نو موږ به له هغوى وغواړو چې، مرستې دې هغو موسساتو ته ور وسپاري چې حساب ورکونې ته حاضر وي. ))

په کنفرانس کې به د بريتانيې لمړى وزير، توني بلير، افغان ولسمشر حامد کرزى او د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان هم گډون وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت